د سیندونو په غاړه د استنادي دیوالونو پروژې لاسلیک شوي

بادغیس، کاپیسا، لغمان، بلخ، دایکندي، تخار، پنجشیر، سرپل، ننګرهار، کندهار او پروان کې د دې پروژو کې عملي کیدو په اړه د اوبو او بریښنا وزارت وايي چې ۴۲۴ میلیون افغانۍ لګښت پرې راځي دغه لګښت د اوبو او بریښنا وزارت، نړیوال بانک او هندوستان هیواد لخوا ورکول کیږي

د اوبو او بریښنا وزارت وایي چې د ابو د مهارولو او د اوبو د کانالونو جوړلو په برخه کې تیر کال دغه وزات د دوسوه میلیون ډالرو په ارزښت د ۶۰ پروژو قراردادونه لاسلیک کړې وو.

په ولسي جرګې کې د بلخ د خلکو استازي عبدالرحمن رحماني په دغه غونډه کې وویل، آمو سیند چې د بلخ په ګډون له دریو نورو ولایتونو څخه تیریږي هر کال له شلو تر پنځوسو کیلومتره کرنیزه ځمکه تخریبوي. هغه وايي "آمو سیند چې له بلخ او دوه درې نورو ولایتونو تیریږي ددې پرځای چې ګټه یې ورسیږي خلکو ته قُرباني رسوي او هر کال له شلو، دیرشو تر پنځوس کیلومتر ځمکې ته زیان اړوي".

ښاغلي رحماني زیاته کړه افغان حکومت باید د کرهنیزو ځمکو د تخریب د مخنیوي لپاره نور ګڼ شمیر استنادي دیوالونه او د اوبو کانالونو جوړ کړي.

د افغانستان د یو شمیر سیندونو په غاړه، د استنادي دیوالونو او د اوبو د کانالانو د جوړولو دغه پروژې په داسې حال کې تطبیق کیږي، چې له دې وړاندې یو شمیر افغان بزګرانو د سیندونو پر غاړه خپلې کرنیزې ځمکې د اوبو د زیاتوالي له امله له لاسه ورکړي دي.

همداشان د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د زیاتو ورښتونو او سیلابونو له امله د سیندونو اوبه راپورته کیږي، چې تر څنګ یې پرتو کرهنیزو ځمکو ته زیان رسوي.