هند په افغانستان کې د کرکټ دیپلوماسۍ ته مخه کړې

کرکټ په لوبو کې داسې ډیر کم شویدي چې د دوه هیوادونو ترمنځ د لوبې د پیل نه مخکې د دواړو ملکونو د مشرانو پیغامونه ولوستل شي. د افغانستان او هند ترمنځ چې کله د جون په څوارلسمه بنگلور کې د کرکټ یواځنۍ ټیسټ سیالي پیل کیده نو د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني او د هند د صدراعظم نریندرا مودي پیغامونه واورول شو.

د هند صدراعظم په خپله وینا کې وویل "دا د ډېر ویاړ او خوشحالۍ ځای دی چې افغانستان خپله لومړنۍ ټسټ لوبه له هند سره کوي." ښاغلي مودي د افغانستان لوبډله وستایله چې په کم وخت او په هیواد کې له ډېرو ستونزو او کړاوونو سره سره یې دومره چټک او د پام وړ پرمختک کړی دی.

ښاغلي غني په خپل پیغام کې ویلي وو، دا چې نن افغانستان د کرکټ په نړۍ کې دومره پرمختگ کړی او د هند غوندې اول درجه ټیم سره لوبیږي دا د ټول ملت دپاره ویاړ دی "هغه ورځ لېرې نه ده چې افغانستان به د نړۍ د کرکټ اول درجه ټیمونه سره د ټیسټ لوبو کې هم اوږه په اوږه ولاړ وي."

کرکټ د مبصرینو په وینا "لوبه هند او تجربه افغانستان وگټله

که څه هم چې د افغانستان او هند ترمنځ لومړۍ او یواځنۍ ټیسټ سیالي هند په اسانۍ سره وگټله، خو د کرکټ د مبصرینو په وینا "لوبه هند او تجربه افغانستان وگټله". دوی وايي د دې ټولې لوبې هدف افغانستان ته د کرکټ د ټیسټ درجې اخیستو نه پس د عملي ټیسټ لوبې فرصت برابرول وو او هند د دوست هیواد په توگه افغانستان ته دا فرصت برابر کړ او کوربه ېې شو.

د یادولو وړ ده چې د هند گاونډي هیواد بنگله دیش په ٢٠٠٠ کال کې د ټیسټ کرکټ درجه اخیستې وه. خو هند ورسره د ٢٠١٧ کال پورې پخپل کور کې ټیسټ کرکټ نه و کړی، پداسې حال کې چې افغانستان ته ېې دا امیتاز ورکړ او په لومړۍ سیالۍ کې ېې کوربه شو.

د افغانستان سره د هند د کرکټ بورډ ددې سخاوت ډکې همکارۍ ترشا د هند د حکومت هغه پالیسي او ډیپلوماسي لا ورایه ښکاري چې غواړي د کرکټ د لارې د افغانانو زړونه وگټي او افغانستان کې خپلې سیاسي او ستراتیژیکي گټې ترلاسه کړي.

د هند او افغانستان د چارو مبصرین وايي، افغانستان کې د هند د کرکټ دیپلوماسي ډیره کامیابه روانه ده. که له یوې خوا په نوي ډهلي او دیرا دهون اترا کنډ کې افغانستان ته خپل د کرکټ میدانونه ډالۍ کړي، بلخوا یې په افغانستان کې د مزارشریف او کندهار په میدانونو دوه میلیونه ډالر لگولي دي او د افغانستان د کرکټ ټیم او لوبغاړو سره په مختلفو برخو کې همکاري کوي.

د هند کرکټ بورډ دا ژمنه هم کړې چې د افغانستان نولس کلن او الف ټیم لوبغاړي د هند د محلي ټیمونو سره لوبې ولري او ددې هیواد د ملي ټیم، او د لوبڅارانو او نورو تخنیکي کارمندانو په روزنه کې هم مرسته وکړي.

د هند کرکټ بورډ دا ژمنه هم کړې چې د افغانستان لوبغاړي د هند د محلي ټیمونو سره لوبې ولري

د دیپلومات په نامه د انگلیسي مجلې په لیکنه، هند د ٢٠٠١ کال نه تر اوسه پورې افغانستان کې په پرمختیايي پروژو دوه میلیارده ډالر مصرف کړی. هند افغانستان سره د مرستندویه هیوادونو په قطار کې پینځم هیواد بلل کیږي. ددې مجلې په وینا هند زیاتره سرمایه گزاري د ځوانانو په چارو کې کوي چې کرکټ په کې مهم ځای لري. همداراز هند هر کال١٠٠٠ افغان محصلینو ته تعلیمي بورسونه هم ورکوي.

د دیپلومات مجلې اسټرالیايي لیکوال گرانټ ویایټ د هند دولت ته مشوره ورکوې او وایي په داسې حال کې چې زیاتره پانگه اچونه په کرکټ کوئ نو پکار ده چې د کرکټ د لوبې افغان شمول کیدولپاره هم کار وکړي او په ټول افغانستان کې د کرکټ د لوبې دپاره امکانات، میدانونه او د روزنې مرکزونه تمویل کړي.

داسې ښکاري چې هند ددې لیکوال مشوره منلې ده او په مزار شریف کې د کرکټ د میدان د بنسټ د تیږي په ایښودو سره ېې په افغانستان کې د کرکټ د عام کولو لپاره کار پیل کړی دی.