عمران خان د بهرنو چارو پالیسي نشې بدلولی- ډاکټر تقي

د پاکستان ممکنه صدراعظم عمران خان ملت ته په خپلې لمړنۍ وینا کې وویل چې غواړي د افغانستان سره ښې اړیکې ولري خو په پاکستان کې د سیاسي چارو ځینې کارپوهان وایي د بهرنو چارو پالیسي د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې پارلمان ته نه پریږدي.

ډاکټر محمد تقي چې په امریکا کې د سیاسي چارو کارپوه دی، هم وایي چې عمران خان د پوځ د نفوذ لاندی دی او نشي کولی چې د افغانستان او هند سره اړېکې ښې کړي.

ډاکټر تقي وایي چې د پاکستان په تاریخ کې مدام پوځ مسقیم او یا هم غیر مسقیم حکومت کړیدی او هیڅ ملکي حکومت دیته نه پریږدي چې د پوځ د خوښې ضد پریکړې وکړي.

پام وکړئ د ډاکټر محمد تقي سره د امریکاغږ مرکې ته

Your browser doesn’t support HTML5

د ډاکټر تقي سره مرکه