د کاندیدانو نهايي لیست به ډیر ژر خپور شي

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د یکشنبې په ورځ د پارلماني انتخاباتو لپاره د پاتې نوماندانو رای پاڼو کې د نوماندۍ شمیرې ورکولو لپاره قرعه کشي وکړه.

د یاد کمیسیون مشر ګلا جان عبدالبدیع صیاد یکشنبې ورځ غرمه مهال وویل چې یاده پروسه به په ډیرې روڼتیا او بې طرفۍ ترسره کیږي.

"د کاندیدانو ځانګړی ځای په لست کې شمیر په شفافه توګه ستاسو مخ کې ترسره کیږي.د هغې د شفافیت لپاره چې کمیسیون کوم لارښود ترسره کړی دی هماغه لارښود به په پوره بې طرفۍ،شفافیت او عدالت سره ترسره کیږي".

تیره ورځ د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو خپلواک کمیسیون، د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره د نوماندانو له وروستي لیست څخه د ۳۵ کسانو نومونه لرې کړي دي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایي کله چې، په رای پاڼو کې د نوماندانو د نوماندۍ شمیره وټاکل شوه بیا به د نوماندانو وروستی لست اعلان شي.

دغه کمیسیون که څه هم د رای پاڼو د چاپ شمیر او ځای څرګند نه کړ خو وایي چې د وروستي لست له اعلان څخه به دا معلومه شي چې په کوم تعداد رای پاڼې چاپیږي او چیرته به چاپیږي.

له انتخاباتو څخه د څار یو شمیر بنسټونه وايي، کمیسیون ورته په مهمو مسلو کې د حضور حق ندی ورکړی، چې دا په خپله د انتخاباتو شفافیت تر پوښتنې لاندې راولي.

د ازادو او عادلانه انتخاباتو اجرائیوي مشر یوسف رشید وویل"په تخنیکي مراحلو کې زموږ څارونکو ته اجازه ورکړې ده.خو د پریکړو ترسره کولو په وخت کې ناظرو بنسټونو ته اجازه نه ورکول کیږي دوې یوازې موږ ته سمبولیک رول راکوي دوې له موږ څخه ناوړه ګټه اخلي چې یوازې د دوې کارونه وستایو".

. د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د شمیرو له مخې د ولسي جرګې لپاره په ۳۳ ولایتونو کې ۲۳۹۶ نوماندانو ځانونه نومولي، چې ۳۸۱ یې ښځې دي.

د ولسې جرګې راتلونکې ټاکنې د میزان میاشتې په اته ویشتمه نیټه ترسره کیږي.