پاکستانی جنرال: حقاني پخوا مړ شوی و؛ خبر یې اوس اعلان شو

د پاکستان د پوځ متقاعد جنرال سید نذیر مومند وایې چې د حقاني شبکې مؤسس جلال الدین حقاني پخوا مړ شوی و، خو د مرګ خبر یې وروسته اعلان شو.

جنرال مومند له امریکا غږ سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چې د مشر حقاني مرګ، د حقاني شبکې ته "تقصان" رسولی دی.

ښاغلی مومند ټینګار کوي چې حقاني "وړاندې وفات شوی و."

دغه پوځي جنرال ونه ویل چې ولې د حقاني مرګ پټ ساتل شوی و او اوس یې خبر خپور شو.

په پام کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د اردو له لوي درستیز جنرال جوزف دڼفورد سره د چهارشنبې په ورځ (سپټمبر ۵) پاکستان ته په رسمي سفر لاړ شي.

د امریکا حکومت تازه له پاکستان سره د ۳۰۰ مېلیونو ډالرو مالي مرسته ځنډولې ده. د دفاع وزرات پنټګان وایې چې اسلام آباد د ترهګرو پر ضد جدي مبارزه نه کوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد امریکا غږ ته ویلي چې جلال الدین حقاني په افغانستان کې دننه مړ شوی او په دغه هیواد کې په یو نامعلوم ځای کې خاورو ته سپارل شوی دی.

مجاهد ویلي یې د حقاني د مړینې خبر یې د دوشنبې په ورځ (سپټمبر ۳) ترلاسه کړی دی.

د حقاني شبکه چې یو شمېر امریکايي پوځیان یې د پاکستان د استخباراتي ادارې (ای اېس آي) "ښي لاس" بولي په ۲۰۱۲ کال کې د نړېوالو ترهګرو په لیست کې شامله شوه.

د حقاني شبکه افغانستان کې پر امریکايي او افغان پوځیانو د ګڼو مرګونو بریدونو مسؤليت منلی دی.