دا د قطر هیواد د سرې میاشتي د ټولنې لخوا په جنوب کې لمړنی فعالیت دی چې د روغتیا په برخه کې يې پيل کړ.
د نوموړي بنسټ په مرسته د کندهار په مرکز کې د شپېته زره ناروغانو د درملنې په ظرفیت یو روغتیايي مرکز پرانستل شو.
یاد روغتیايي مرکز د ساري ناروغیو د کنټرول، مور او ماشوماو د رواني ناروغیو د درملنې خدمات وړاندي کوي.
د افغاني سرې میاشتي مرستیال ډاکتر میرویس اکرم وايې چې د افغانستان په په جنوب کې د روغتیا په برخه کې ګڼي ستونزي شته او پدې برخه کې د قطر د سرې میاشتي همکاري د روغتیا په برخه کې مهم ګام دی.
د قطر سره میاشت د کندهار په ګاونډ زابل کې هم څلور روغتیايي مرکزونه لري چې تر دوه سوه زره زیاتو کسانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندي کوي.
د کندهار دعامي روغتیا مرستیال ډاکتر احمدالله فیضي وايي چې د قطر هیواد د سرې میاشتي په مرسته په کندهار کې روغتیايي مرکز به د عامي روغتیا د وزارت د روغتیايي معیارونو سره سم په هره برخه کې فعالیت ولري.
په افغانستان کې د قطر د سرمې میاشتي استازی علاالدین البدري وايې چې د افغاني سرې میاشتي له ټولنې سره په ګډه هڅه کې چې په افغانستان کې خپل بشري کمکونه محرومو سیمو ته ورسوي.
د قطر هلال احمر کمېټه تازه په کندهار کې خپل فعالیتونه پيلوي.په افغانستان کې د نوموړي بسنټ مسئولین وايې چې موخه يې یوازي د بشري مرستو رسول دي.