پوتین د اتومي وسلو د سیالیو پیلیدو خبرداری ورکړ

د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین خبرداری ورکړی که د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د اتومي وسلو د کنترول د یو مهم تړون نه ووځي، د وسلو پر سر به تازه سیالي پیل شي.

امریکا خبرداری ورکړی چې د روسیې سره د لنډ واټن اتومي توغندیو د تړون نه اوځي چې په د 1980 په لسیزه کې شوی و.

ښاغلي پوتین خبرداری ورکړ که امریکا خپل توغندي اروپایي هیوادونو ته راوړي، پر ضد به یې چټک او موثر اقدامات وشي. د روسیې جمهور رئیس همدرانګه خبرداری ورکړی چې هغه اروپایي هیوادونه هم ځانونه د روسیې لخوا د حملې په خطر کې اچوي چې امریکایي توغندیو ته پخپلې خاورې کې د ځای پر ځای کیدو اجازه ورکوي.

پوتین وویل که د امریکا د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ سره بله میاشت وګوري، نو د دې موضوع په هکله به ورسره خبرې وکړي. تمه کیږي چې دواړه مشران د لومړني نړیوال جنګ د سلمې کالیزې د لمانځلو په مراسمو کې برخه واخلي.

بل پلو بیا د ناټو عمومي منشي ینز سټول ټنبرګ روسیه ملامته کړې چې د اتومي وسلو د کنټرول د تړون نه یې سرغړاونه کړې او وایي د دې امکان نه ویني چې په اروپا کې اتومي وسلې ځای پر ځای شي.