د مولانا سمیع الحق د وژنې په اړه د افغانانو غبرګونونه!

د پاکستان د جمعیت علماء وژل شوی مشر مولانا سمیع الحق

پر افغان سولې د اغېز په اړه د پاکستان د جمعیت علماء اسلام د مشر مولانا سمیع الحق د مړینې په اړه افغان سیاسیون او پخواني طالب چارواکي بېلابېل نظرونه لري.

یو شمېر افغان سیاسیون هغه د افغان سولې مخالف او ځینې پخواني طالب چارواکي بیا هغه د افغان سولې په اړه یو بې طرفه مذهبي مشر بولی.

مولانا سمیع الحق د افغان سولې په مخ کې یو خنډ و ​

د یادو سیاسي کارپوهانو له ډلې جاوید کوهستاني وايي، مولانا سمیع الحق د افغان سولې په مخ کې یو خنډ و چې مړینه به یې په سیمه کې یو لوی مثبت تحول رامنځته کړي.

ښاغلي کوهستاني د شنبې په ورځ د لړم پر ۱۲مه امریکا ږغ ته وویل چې نوموړي د افغان طالبانو پر رهبرۍ او لیکو په ژور اغېز لرلو سره په افغانستان کې د جګړې اوږدېدو غوښتونکی و.

جاوید کوهستاني

"مولانا سمیع الحق په سیمه کې د سولې مخالف او د جګړې اوږېدو غوښتونکی و، په حقانیه مدرسه کې ګڼ طالبان روزل شوي دي، حقانیه مدرسه یوازې یوه دیني مدرسه نه ده بلکې هلته د تروریستي فعالیتونو په هدف کسان روزل کېده. "

ښاغلی کوهستاني د نوموړي مړینه پر افغان جګړې بې اغېزه نه بولي وايي، چې وضعیت په سیمه کې تغیر کړی چې د مولانا سمیع الحق په وژل کېدو سره به تاوتریخوالی راکم شي.

بلخوا یو شمېر پخواني افغان طالب چارواکي بیا په مذهبي لحاظ مولانا سیمع الحق پر افغان طالبانو اغېز لرونکی خو ‌په جګړه ییزو لیکو کې بې اغېزه بولي.

د یادو پخوانیو طالب چارواکو له ډلې د افغانستان د ژغورنې لارې بهیر مشر سید اکبر اغا امریکا ږغ ته وویل چې نوموړي پر افغان سولې مثبت او یا منفي اغېز نه لاره.

سید اکبر اغا

"اکثره افغان طالبان په حقاني مدرسه کې هستېدلي دي، ډېر افغان علماء له له حقاني مدرسې فارغه شوي دي، دده شاګردان تېر شوي دي، له طالبانو سره یې عادي اړیکې لرلې، پر افغان سولې مثبت او یا منفي اغېز نشي کولای."

ښاغلي اکبر اغا زیاته کړه چې مولانا سمیع الحق له افغان طالبانو سره داسې ځانګړې اړیکې چې پر افغان جګړې دي تاثیر وکړي نه لرلې.

په اکتوبر میاشت کې پاکستان ته د افغان علماو پلاوي له نوموړي څخه د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې په خبرو اترو کې د منځکړیتوب غوښتنه کړې وه چې نوموړي دغه غوښتنه منلې وه.

مولانا سمیع الحق پرون جمعه د لړم پر ۱۱مه د جمعې تر لمانځه وروسته د پاکستان په راولپنډۍ کې په پاکستان کې د حکومت خلاف اسلامپالو له مظاهرې څخه تر راګرځېدو وورسته پخپل کور کې ووژل شوو.

پاکستاني سیاستوالیو یې وژنه د هغه هېواد لپاره یوه لویه ضایع بللې.

پاکستاني پولیسو ویلي چې تر دامهاله د نوموړي د وژنې انګېزه معلومه نه ده.

دا مطلب هم ولولئ د طالبانو ستر ملاتړی مولانا سمیع الحق ووژل شو

تر دامهاله افغان حکومت او د سولې عالي شورا د نوموړي د مړینې په اړه په رسمي ډول غبرګون نه دی ښودلی، خو وسله والو طالبانو یې پر مړینه خواشیني ښودلې.

مولانا سمیع الحق چې د طالبانو په معنوي پلار مشهور و عام افغانان یې هم مړینه پر جګړې بې اغېزه نه بولي.

پاکستاني فعالان یې د پاکستان د دفاع پلار خو افغان فعالانو د افغان جکړې یو له مهمو ملاتړ کوونکو څخه یاد کړی.

له دغو کاروونکو له ډلې مشتاق رحیم پر خپلې ټوېټر پاڼه لیکلي چې د نوموړي په مرګ سره به د جګړې د فتواوو دروازې وتړل شي.

خو دا چې د نوموړي وژنه به پر افغان سولې مثبت او یا منفي اغېر ولري په راتلوونکې به معلومه شي.