د افغانستان د سولې عالي شورا د دارالانشاء رئیس محمد اکرم خپلواک له خپلې دندې څخه استعفا وکړل.
اکرم خپلواک پر خپل رسمي ټوېټر پاڼه لیکلي چې نن چهارشنبه یې د «لړم پر۱۶» د کابینې په غونډه کې له خپلې دندې څخه استعفا ورکړل.
نن مې د کابینې په غونډه کې له خپلو رسمي دندو څخه رسماً استعفا ورکړه. له جلالتماب جمهور رئیس څخه له زړه مننه کوم چې زما استعفا یې ومنله. له رسمي ماموریت ور اخوا زما تعهد او ملاتړ به د سولې په شمول په ټولو ملي برنامو کې له ولسمشر سره د تل په څېر وي. pic.twitter.com/wMZdu7LDnC
— M. Akram Khpalwak (@KhpalwakAkram) November 7, 2018
ښاغلي خپلواک له ولسمشر څخه مننه کړې چې د ده استعفا یې منلې ده.
نوموړي لیکلي چې د رسمي ماموریت پرته به هم د سولې ترڅنګ په نورو چارو کې له حکومت سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
د افغانستان د سولې عالي شورا ویاند سید احسان طاهري هم له امریکا ږغ سره خبرو کې د نوموړي استعفا تائید کړ او د سولې د ټینګښت په برخه کې د هغه هڅې وستایلې.
محمد اکرم خپلواک د پخواني ولسمشر حامد کرزي په حکومت کې د سرحدنو او قبایلو چارو وزیر او د فراه والي و.
سرچینه وايي خپلواک د سیاسي اختلافاتو له امله استعفا ورکړېد افغان حکومت یوې سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط امریکا ږغ ته وویل چې ښاغلي خپلواک میاشت مخکې کې د سولې پروسې د مدیرت او سیاسي اختلافاتو په له امله خپل استعفا وړاندې کړې وه.
نوموړی په اوسني حکومت کې لومړی په ساسي چارو کې د ولسمشر غني ځانګړی استازی او د سولې شورا د دارالانشاء رئیس وو.
ښاغلی خپلواک پر داسې مهال له خپلې دندې څخه استعفاء ورکوي چې د سولې د عالي شورا رئیس کریم خلیلي د سولې د رسمي خبرو اترو لپاره ایران ته تللی.
دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشرۍ انتخاباتو په رانژدې کېدو سره د ملي یووالي حکومت یو شمېر نورو مهمو کسانو هم استعفاوې ورکړي دي.
دغه کسانو کې د امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر، د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزی، د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، د ښار او کور جوړولو وزیر سید منصور سادات نادري او په هند کې د افغانستان سفیر شیدا محمد ابدالي شامل دي.