طالبانو په تخار کې د ملي اردو ۱۲ سرتېري وژلي

طالبانو په شپه کې د پوځ پر مرکز برید کړی دی

په تخار ولایت کې د ملي اردو پر یوه پوځي مرکز د وسله والو طالبانو په حمله کې د ملي اردو ۱۲ سرتېري وژل شوي دي.

د تخار امنیتي چارواکي وايي، تېره شپه د «لړم پر۱۶»د کندز- تخار ترمنځ په ګلتراش سیمه کې د ملي اردو پر یاد مرکز حمله کې اته نور سرتېري ټپیان شوي هم دي.

د تخار امنیه قوماندان عبدالرشید بشیر امریکا ږغ ته وویل چې وسله والو طالبانو پر افغان قواوو برید کړی و، خو په دې ونه توانېدل چې د ملي اردو مرکزونه ونیسي.

ښاغلی بشیر وايي، په دغه نښته کې تر شلو پوري وسله وال طالبان هم مړه او ټپيان شوي دي.

پر همدې مهال د تخار د عامې روغتیا رئیس ډاکټر حفیظ الله ساپي بیا امریکا ته وویل چې د جګړې له سیمې د تخار روغتون ته ۲۰ جسدونه او نهه ټپيان وروړل شوي‌ دي.

تېره میاشت هم طالبانو د کندز- تخار ترمنځ سیمو کې د ملي اردو پر مرکزونو حملو کې افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې وه.

افغان سرتېري

وسله والو طالبانو بیا په دغه جګړه کې ۳۹ ملي اردو او سیمه ییزو پولیسو د وژلو ادعا کړې.

د تخار سیمه ییز چارواکي‌ د طالبانو ادعا روي او وايي چې په دغه جګړه کې ګڼ طالبان وژل شوي دي.

د افغانستان دفاع وزارت که څه هم تر دامهاله د تخار د جګړې په اړه څه نه دي ویلي خو، د بغلان په دهنه غوري ولسوالۍ کې په پیل شویو عملیاتو کې د پرمختګ خبر ورکوي.

د دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوید رسنیو ته په لېږل شوي ږغیز کلیپ کې ویلي چې په دغه ولسوالۍ کې د پیل شویو پوځي عملیاتو پرمهال د دهنه غوري ولسوالۍ دشتکي، اسلام اباد، شهیدانو چوک او د احمدزیو په نوم سیمې له طالبانو څخه نیول شوي دي.

ښاغلي غفوري ویلي چې افغان ځواکونه دا مهال د دغه ولسوالۍ د خواجه قلعه سیمې په لور روان دي چې ډېر ژر به یاد سیمه هم له وسله والو طالبانو څخه تصفیه شي.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ خپلو هېوادوالو ته ډاډ ورکوو چې په څو ساعتونو کې به دهنه غوري ولسوالي د طالبانو له شتون څخه پاکه کړو."

له شااوخوا دوو کلونو راپدېخوا د بغلان دهنه غوري ولسوالي د وسله والو طالبانو په لاس کې وه.

د کندز تخار لویه لار

دغه ولسوالي چې د بغلان او کندز پر لویه لار پرته ده له څه مودې راهیسې د سختو جګړو شاهده پاتې شوې چې له امله څو ځله د کندز، بغلان لویه لار هم د ټرافیکو پر مخ تړل شوې.

وسله والو طالبانو تر دامهاله د دهنه غوري ولسوالۍ په اړه تبصره نه ده کړې.