دفاع وزارت: هر تقاعد شوي جنرال تر لس زرو ډالرو امتیازات اخیستي

د افغانستان دفاع وزارت وایي، په درېیو پړاونو کې یې سلګونه جنرالانو ته تقاعد ورکړی او هر تقاعد شوي جنرال تر لس زرو ډالرو امتیازات تر لاسه کړي دي.

د دغه وزارت ویاند غفور احمد جاوید د یکشنبې په ورځ د «لړم پر ۲۰مه» امریکا غږ ته وویل چې په تېرو ۱۱میاشتو کې د افسرانو د ذاتي قانونو پر اساس د اردو ۳۰۵ ستر جنرالان، ډګر جنرالان، تورن جنرالان او برید جنرالان تقاعد شوي دي.

د دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوید

ښاغلي جاوید زیاته کړه:"دغه جنرالان په داسې احترام شکل باندې تقاعد شول، چې په هېڅ نړۍ کې د دې ساری نشته، هغه اخیري معاش چې د دوی وو هماغه ورته ورکول کېږي، د دې ترڅنګ دغه جنرالان چې تقاعد شول له اتو نه تر لس زرو ډالرو امتیاز هم دوی ته ورکړل شوی دی."

د افسرانو د ذاتي قانون له مخې، هر ستر جنرال ته ۶۲، ډګر جنرال ته ۶۰، تورن جنرال ته ۵۸، برید جنرال ته ۵۶ او ډګروالانو او نورو افسرانو ته ۵۴ کاله د تقاعد سن ټاکل شوی دی.

دفاع وزارت د جنرالانو د تقاعد یوه موخه، په اردو کې اصلاحات او د ځوانو کادرونو ځای پر ځای کول بولي.

د اردو د جنرالانو د دقیق شمېر په اړه دفاع وزارت څه ونه ویل، خو له دې وړاندې دغه وزارت امریکا غږ ته ویلي وو چې د افسرانو د بیا کتل شوي ذاتي قانون پر اساس به یوازې دېرش فیصده برحاله جنرالان په دغه وزارت کې پاتې شي.

د افغانستان دفاع وزارت

ښاغلي جاوید همدارنګه وویل چې دا مهال ځوان کادرونه د تقاعد شوو جنرالانو پر ځای کار کوي چې هر یو په هندوستان، ترکیه، ایټالیا، انګلیستان او د مارشال فهیم په نوم پوځي اکاډمۍ کې زده‌کړې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې یو شمېر کسانو پر دې نیوکه کول چې د جنرالۍ رتبه ځوانو او بې تجربې ځوانانو ته ورکول کېږي.

خو د دفاع وزارت ویاند بیا وایي، چې د جنرالۍ رتبه ځوانانو ته د یو امتیاز په بڼه نه بلکې د پوهې د ارزیابۍ‎، مدیریت او کاري سوابقو د کتلو په اساس ورکول کېږي.