غني: په ورزشي بنسټونو کې دې د بداخلاقۍ ابعاد کنټرول شي

ولسمشر غني وايي د ښځینه لوبغاړو د جنسي او فزيکي ځورونې په اړه راپورونه ټکان ورکونکي دي او ورزشکارانو ته هیڅ ډول سپکاوى د منلو نه دى.

په ډنمارک کې د نجونو د فوټبال د ملي لوبډلې همغږي کوونکې خالده پوپلزۍ امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل د روان ۲۰۱۸ کال د فبرورۍ په میاشت کې په اردن کې د نجونو د تمریني کمپ پر مهال دوه کسان چې د فوټبال فدراسیون لخوا د هییت په توګه لیږل شوې وو، الکول یې څښلي وو او آن د نجونو کوټې ته دننه شوې وو، د پوپلزۍ په وینا چې دوی په هماغه وخت کې د فوټبال فدراسیون ته په دې هکله راپور ورکړ، خو نه یوازې دا چې دا دوه کسان مجازات نه شول، بلکې په فدراسیون کې په نورو دندو وګمارل شول.

خالده پوپلزۍ امریکا غږ ته دا هم وویل چې د نجونو په ملي لوبډلې کې د راولاړې شوې ستونزې په هکله یې د ۲۰۱۸ کال د اپریل په میاشت کې اسناد سپارلي وو، خو هغه وخت د فوټبال فدراسیون دا مسله بابیزه ګڼلې وه.

پوپلزۍ وايي: "دا چې ولې موږ دا مسله رسنیو سره شریکه کړه، ځکه چې نور د فوټبال فدراسیون زموږ طرف نه دی، زموږ طرف فیفا دی، تاسو ګورۍ چې د څیړنو بهیر ځنډوي".

د نجونو د جنسي زورونې د موضوع څیړلو په هکله نن ماښام په ارګ کې غونډه جوړه شوې وه چې پکې ولسمشر غني، د افغانستان لوی څارنوال او د المپیک د ملي کمیټې چارواکو او یو شمیر لوبغاړو ګډون کړی و.

ولسمشر غني وايي چې د لوبغاړو پر وړاندې هیڅ ډول بې احترامي ورته د منلو وړ نه ده، او لوی څارنوالۍ ته یې دنده وسپارله چې دا مسله په جدي توګه وڅیړي.

ښاغلي غني وویل چې بد اخلاقي نه شي زغملی، او هیچ قوت په افغانستان کې نشته چې افغانانو ته د بد اخلاقۍ په سترګه وګوري، غني وايي:"له مقام څخه هیڅ راز ناوړه ګټه اخیستل موږ ته د منلو وړ نه دي".

ښاغلی غني وايي چې د نجونو د جنسي زورنې مسله باید په جدي توګه وڅیړل شي او حقیقت دې وموندل شي.

ولسمشر غني دا څرګندونې داسې مهال کوي چې روانه اونۍ ګارډېن ورځپاڼې د افغانستان د ښځينه فوټبال غړو د جنسي او فزيکي ځورونې په اړه راپور ورکړ.
يادې ورځپاڼې د ښځينه فوټبال د يو شمیر غړو له قوله ويلي چې د فوټبال ښځينه لوبغاړي په افغانستان او اردن کې د تمريناتو پر مهال جنسي او فزيکي ځورول شوي دي.

په ورته وخت کې د فوټبال فدراسیون وايي چې دوه کسان چې دوی اردن ته لیږلي وو، د شخصي جرم ضمانت یې نه شي کولای، خو وايي چې اوس لوی څارنوالۍ سره په ګډه ددغې ادعا په هکله یې څیړنې پیل کړې دي.

د افغانستان لوی څارنوالۍ یو پنځه کسیزه پلاوي ته لارښونه کړې ده چې د فوټبال په فدراسیون لګیدلي تورنه وڅیړي.

د افغانستان لوی څارنوال فرید حمیدي وايي چې په دغه پلاوي کې د لوی څارنوالۍ مرستیال، د لوی څارنوالۍ د جرمونو د څیړنو عمومي مشر، په لوی څارنوالۍ کې د تاوتریخوالي د منع مشر، د لویدیځ زون څارنوال او د کورنیو چارو وزارت د تحقیقاتو مشر پکې شامل دي.

لوی څارنوال ښاغلی فرید حمیدي دا هم وویل چې دوی نن خپلې څیړنې پیل کړې، د فوټبال فدراسیون کې مشکوک ځایونو څخه عکسونه اخیستي او په اردن کې د ښځینه فوټبال لوبډلې د غړو لست یې برابر کړی دی.

د ښځینه لوبغاړو پر وړاندې د جنسي زورنې مسلې په دننه افغانستان او بهر کې سخت غبرګونونه راپارولي دي، د افغانستان لوی څارنوالي وايي چې دا مسله د افغانستان د خلکو د تشویش لامل شوې ده.