ارګ: د امریکايي سرتېرو وتل به پر امنیتي برخې تاثیر ونه‌کړي

ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، له افغانستان څخه به د یو شمېر امریکايي ځواکونو وتل د دغه هېواد پر امنیتي برخې هېڅ ډول تاثیر ونه کړي.

د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند هارون چخانسوري د جمعې په ورځ د «لېندۍ پر ۳۰مه» په دې اړه پر خپل ټوېټر ویلي:"دا چې څو زره بهرني سرتېري چې هغه هم تر ډېره د روزنې، تخنیکي مرستو او حمایې چارې پر مخ وړي، که دا وځي دا به په هیڅ توګه په امنیتي برخې تاثیر ونه لري،......"

ښاغلي چخانسوري ویلي له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو د وتلو په اړه چې کومې اندېښنې اوس په رسنیو کې مطرح کېږي، تر دې زیاتې ورته اندېښنې په ۲۰۱۴ کال کې له افغانستان څخه د څه باندې یولک امریکايي سرتېرو د وتلو به اړ هم مطرح کېدې چې د نوموړي په وینا افغان ځواکونو په خپلو قربانیو دغه تحلیلونه «غلط» ثابت کړل او د افغانستان له ارضي‌ تمامیت او خلکو څخه یې په «مېړانه» دفاع وکړه.

نوموړي لیکلي چې په تېرو څلورنیمو کلونو کې د لومړۍ کرښې جګړه او د هېواد ټول امنیت د افغان ځواکونو لخوا تر سره شو.

​دا په داسې حال کېده چې تېره ورځ رویټرز اژانس او نیویارک ټایمز ورځپاڼې رپور ورکړ چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له افغانستان څخه د یو شمېر امریکايي سرتېرو پر را ایستلو غور کوي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې ویلي و چې ولسمشر ټرمپ په راتلونکو څو میاشتو کې ٧٠٠٠ عسکر له افغانستان څخه باسي.

د امریکا د دفاع وزارت د معلوماتو له‌مخې دا مهال ١۴زره امریکایي سرتېري په افغانستان ماموریت ترسره کوي چې عمده برخه یې د افغان ځواکونو روزل دي.

په افغانستان کې د امریکا په ١٧کلنه جګړه کې چې د دې هېواد اوږده جګړه بلل کېږي څه د پاسه ٢۴٠٠ امریکایي سرتېري وژل شوي دي.