د کرکټ د نړۍ کمکی کپټان

د استرالیا کرکټ لوبډلې له هند سره د کال وروستۍ سیالۍ چې د کرسمس سیالي هم یادیږي، یو ۷ کلن ماشوم لوبغاړی ارچي شلر د لوبډلې ګډ کپټان په توګه ټاکلی دی.

د استرالیا او هند ترمنځ د څلور ټسټ سیالیو لړۍ چهارشنبه د (دیسمبر ۲۶) نیټه په ملبورن کې پیلیږي.

۷ کلن ارچي شلر د استرالیا د کرکټ لوبډلې مینه وال دی او درې میاشتینی وو چې تشخیص شوه چې د زړه په ناروغۍ اخته دی.

نو له همدې کبله د استرالیا کرکټ بورډ د هغه نازولو له کبله د خپلې لوبډلې ګډ کپټان په توګه معرفي کړی دی.

تراوسه څو ځلې شلر د زړه ناروغۍ له کبله عملیات شوی هم دی.

د استرالیا کرکټ بورډ وايي: "د شلر کرکټ خوښ دی، خو د هغه روغتیايي وضعیت ورته اجازه نه ورکوي چې په ازاده توګه کرکټ وکړي. "

ارچي شلر د اسرالیا د کرکټ کمکی کپټان

د ارچي شلر پلار ډانیل شلر وايي کله چې ما ترې پوښتنه وکړه چې څه دې خوښ دي، هغه ورته په ځواب کې ویلي چې غواړي د استرالیا د کرکټ د ملي لوبډلې کپټان شي.

نږدې یوه میاشت مخکې د استرالیا کرکټ بورډ دا پریکړه وکړه چې شلر به د هند او استرالیا ترمنځ په ټسټ سیالۍ کې د کپټان په توګه کار وکړي.

د استرالیا د کرکټ ملي لوبډلې روزنکی جستن لینګر وايي: ارچي شلر به له هند سره په ټست لوبه کې د استرالیا د ملي لوبډلې ګډ کپټان وي.

له لوبې څخه مخکې شلر له خپلې لوبډلې سره تمرین هم ترسره کړ.