د کندهار دیني عالمانو د بین الافغاني خبرو غوښتنه کړې

د سولي په تړاو د کندهار د حج او اوقافو د ریاست لخوا د دیني عالمانو په را بلل شوې ناسته کې دیني عالمانو نیوکه وکړه چې د سولي د خبرو له تودېدو سره پر یوه وخت جګړو او نا امنیو هم زور اخیستی چې په وینايې د جګړې ښکېلي خواوي غواړي له دې لاري خپل لوری پرې پیاوړی وښيي.

جنوبي ولایتونه تر ډيره د وسله والو طالبانو د مشر تابه او قیادي شورا د غړو پلرنی سیمي ګڼل کیږي.ځايي دیني عالمان باور ښيي چې د افغانستان له اوږدې جګړې څخه د ټولنې هر وګړی ته زیان رسیدلی او د سولي راتګ ته زیات لېوال دي.دوی غوښتنه لري چې د جګړې ښکېلي خواوي دي د سولي لپاره د ملت غوښتنو ته درناوی وکړي.

له تېرو ۳ میاشتو راهیسی له کله چې د افغانستان د سولي په اړه د امریکا او افغان حکومت هڅي چټکي شوي ورسره سم د افغانستان دولت ټينګار کوي چې د طالبانو سره د سولي خبرې دي د افغانانو په مالکیت او مدیریت وشي خو وسله وال طالبان بیا ټینګار کوي چې یوازي د امریکاسره خبرو ته حاضر دي.

په یوه تازه پرمختګ کې د ارګ خپره شوې اعلامیه وايې چې د افغانستان د سولي لپاره د امریکا ځانګړي استازی زلمي خلیلزاد افغان مقاماتو ته په ارګ کې تېره شپه د سولي په اړه د امریکا د راتلونکو اقداماتو په هکله معلومات ور کړي دي، خو په اعلامیه کې د دې اقداماتو جزیات ندي واضح شوي.