ننګرهار کې د افغان سرتیرو کورنۍ کورونه غواړي

د جلال اباد ښار هډې فارم په یوه هدیره کې د هغو سرتېرو د کورنیو غړي راټول شوي چې په جګړه کې وژل شوي او د ډېرو هغو مړي همدلته ښخ دي.

کورنۍ یې وايي دکور غړي یې جګړې وخوړل، خو له کورنیو سره یې حکومت کړې ژمنې پوره نه کړې.

په راټولو شویو خلکو کې د هغه احمد بلال ورور هم و چې دوه کاله مخکې په ګوشته کې له پاکستانیو ځواکونو سره په مخامخ جنګ کې وژل شوی و.

دوی وايي، حکومت ویل د بلال مړی یې په ښار کې ښخ کړئ، ځکه مزار یې جوړوي او کورنۍ ته یې ځمکه ورکوي، خو تر اوسه یې هیڅ هم ونه لیدل.

په راټولو شویو خلکو کې هر یوه یې د کور د وژل شوي کس په نوم د ځمکې قباله په لاس کې وه خو وايي د حکومت دلیل دادی چې دولتي ځمکې غصب دي نو ځمکه چرته ورکړي.

دوی وايي، حکومت دا ژمنه هم کړې وه چې د وژل شویو سرتېرو د کورنۍ کوچنیانو ته به د تعلیم لاره هم جوړوي، خو هر څه سرخوړلی.

د ننګرهار والي حیات الله حیات وايي د روداتو ولسوالۍ په سرخ دیوال سیمه کې زرګونه جریبه ځمکه غصب شوې، که یې له غاصبینو خلاصه کړي نو د وژل شویو سرتېرو کورنیو ته یې ویشي، خو دا خبره له کلونو کلونو راهیسې کېږي، وخت تېرېږي خو ځمکې لا هماغسې له غاصبینو سره دي.