کندهار کې دوو پولیسو خپل څلور ملګري وژلي

د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې دوو پوليسو پر خپلو همکارانو برید کړی او څلور پوليس يې وژلي دي.

د کندهار د والي ویاند عزیز احمد عزیز د پېښې په تائیده سره امریکا غږ ته وویل چې تېره شپه د پنجوايي ولسوالۍ په دوآب امنیتي پوسته کې دوو سیمه ییزو پولیسو خپل څلور نور ملګري وژلي دي.

نوموړي زیاته کړه چې امنیتي ادارو ته په دې اړه ځانګړې لار ښوونه شوې چې د ورته پېښو د مخ نیوي لپاره د پوليسو په لیکو کې شکمن کسان په نښه کړي.

پر همدې مهال د کندهار د پوليسو یوه امنیتي مقام د نوم نه ښوولو په شرط امریکاغږ اشنا راډیو ته وويل چې په دغه پېښه کې پنځه پولیس وژل شوي او ۳ تنه نور پوليس ټپیان شوي دي.

سرچینې زیاته کړه چې د دوآب په پوسته کې یوه پوليس چې له وړاندې يې لا د دولت د وسله والو مخالفینو سره اړیکه لرل او تېره شپه يې د دندې پرمهال پر خپلو همکارانو برید کړی پنځه پوليس يې وژلي او درې تنه نور يې ټپیان کړي دي.

منبع وايي چې خپله برید کوونکی د نورو وسله والو په مرسته له سیمې څخه تللی او د پوستې وسلې او مهمات يې هم له ځان سره وړي دي.

هغه وویل:"تېره شپه چې کله نور پوليس استراحت او بیده وو نفوذي پوليس د پيرې پرمهال پر خپلو دغو همکارانو ډزي کړي ټول ۸ پوليس وو چې ۵ وژل شوي او ۳ يې ټپیان دي او دی خپله له سیمې څخه تښتېدلی چې امنیتي ادارې يې د نیول کیدو په هڅه کې دي."

داخلي بریدونه په کندهار کې یوه نوې امنیتي ستونزه بلل کیږي چې تر ډېره د پوليسو په لیکو کې رامنځته کیږي.

دا په تیره یوه میاشت کې د داخلي برید څلورمه پېښه ده چې په دې ولایت کې رامنځ ته کیږي.

تېره میاشت د پنجوايي ولسوالۍ په موشان امنیتي پوسته کې د طالبانو یوه نفوذي کس پنځه پولیس وژلي و.

خپله وسله والو طالبانو د پنجوايي ولسوالۍ د پېښي مسئولیت په غاړه اخیستی او رسنیو ته په لیږلي یوه بیان کې يې ويلي چې د سیمه ییزو پوليسو پر پوسته وسله وال برید شوی او پنځه پوليس پکښې وژل شوي.