پکتیا کې ښځې د سولې تړون کې د حقوقو تضمین غواړي

.

په پکتيا کې د ښځو د حقونو مبارزينو پر افغان حکومت غږ کړی چې له طالبانو سره د سولې په احتمالي تړون کې د ښځو حقونه خوندي کړي. دوی له طالبانو هم غوښتي نور بايد له جنګ نه لاس واخلي.

په داسې حال کې چې د افغان سولې په اړه د امريکا او وسله والو طالبانو ترمنځ په مذاکراتو کې د بې ساري پرمختګ خبرونه ورکړل شوي، يو شمېر ښځينه فعالانې د افغان ښځو د حقونو په اړه اندېښمنې دي.

د پکتيا د مدني ټولنې يو شمېر غړو او د ښځو د حقونو مبارزينو په يوه راټوليدنه کې پر افغان حکومت غږ وکړ، چې له طالبانو سره د سولې په تړون کې د ښځو حقونو ته جدي پاملرنه وکړي.

د کال ۲۰۰۱ ميلادي راهيسې، چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته افغان حکومت جوړ شو، ددغه هېواد په لر او بر کې ښځو ته د زده کړو، روغتيا او نورو حقونو د تامين په برخو کې بې ساری پرمختګ شوی.

د پکتيا ښځينه فعالانې نه يواځې د تېرو ۱۸ کلونو د لاسته راوړنو پر ساتنې ټينګار لري، بلکې غوښتنه يې دا ده، چې له طالبانو سره د سولې په احتمالي کيدونکي تړون کې د ښځو ټول حقونه خوندي وي.

په ګردېز کې دغو راټولو شویيو مېرمنو له طالبانو هم وغوښتل چې نور نو بايد له جنګ نه لاس واخلي او سوله يقيني کړي. دغو ښځو هم د نورو قشرونو ترڅنګ پر بين الافغان مذاکراتو ټينګار وکړ.

په ورته وخت کې د سولې د خبرو په تودېدو سره طالبانو هم ويلي، چې دوی د ښځو حقونو ته پوره ژمن دي. په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهېل شاهين د ښځو پر زده کړو، کار، روغتيايي اسانتياوو او دغه د نورو حقونو پر تامينولو ټينګار کړی دی.