د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې ۴ هندي سرتېري وژل شوي

د هندي رسنیو د راپور له‌مخې نن دوشنبه د هند تر ولکې لاندې جمو کشمیر کې څلور هندي سرتېرې وژل شوي دي.

انډیا ټایمز خبري اژانس د هندي چارواکو له خولې ویلي چې دغه سرتېري د پلوامه سیمې په څو کېلومټرۍ کې د چاڼیزو عملیاتو پرمهال د وسله والو له برید سره مخ شوي دي.

سرچینه وايي چې په د دغو عملیاتو کې د پلوامه د تېرې پنجشنبې د ځانمرګي برید یو طراح کوونکی عبدالرشید غازي چې اصلاً د پاکستان و له یوه بله وسله وال سره وژل شوی دی.

د یادونې وړ ده چې د تېرې پنجشنبې په ورځ په پلوامه سیمه کې ځانمرګي برید ۴۱ هندي سرتېري ووژل.

دغه برید د کشمیر تر لانجې لاندې سیمې په تاریخ کې تر ټولو مرګونو برید و.

هندي چارواکو د هند تر ولکې لاندې هندي کشمیر کې د وروستي ځانمرګي‌ برید مسؤلیت پر پاکستان واچوه، خو پاکستان دغه تورونه رد کړي دي.

تر دغه برید وروسته د هند صدراعظم نرندرا مودي خبرداری ورکړ چې په هندي کشمیر کې د پنجشنبې د ورځې مرګونې حملې ته به "سخت ځواب" ووایي.

د دغه برید مسؤلیت پاکستان مېشتې جېش محمد وسله والې ډلې په غاړه اخیستی و.

تر هغه وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر پاکستان غږ وکړ چې پخپلې خاورې کې د مېشتو وسله والو ډلو پر ضد جدي ګامونه پورته کړي.