د فیسبوک ټولهنیزي شبکې ادارې ویلي، د نیو زیلاند په جوماتونو د برید ۱،۵ میلیونه ویډیوي یې له فیسبوک څخه پاکې کړي دي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور لهمخې فېسبوک ادارې ویلي چې دغه ویډیويي یې تر برید وروسته په ۲۴ ساعتونو کې له فېسبوک څخه لیري کړي دي.
In the first 24 hours we removed 1.5 million videos of the attack globally, of which over 1.2 million were blocked at upload...
— Facebook Newsroom (@fbnewsroom) March 17, 2019
د فیسبوک ادارې تېره ورځ پر ټوېټر ویلي:"تر برید وروسته په لومړیو څلوریشت ساعتونو کې د برید ۱،۵ میلیونه ویډیوي لیري کړې، او ۱،۲ میلیونه نورې ویډیوي چې د اپلوډ پر حال کې وي بندي شوي دي."
دغه ادارې همدارنګه ویلي چې دوی به د نیو زیلاند پر جوماتونو د برید په تړاو د ټولو ایډیټ شوو ویډیو چې په هر ډول ګرافیک کې جوړي شوي وي لیري کولو ته دوام ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د رویټرز خبري اژانس د راپور لهمخې په نیو زیلاند کې پر جوماتونو د وژل شوو کسانو شمیر ۵۰ تنو ته رسېدلی دی.
دغه برید چې د تېرې جمعې په ورځ د نیوزیلاند په کرایست چرچ ښار کې په النور او یو بل جومات تر سره شوه ۴۰ تنه نور ټپیان شول.
ویل کېږي چې بریدګر پر النور جومات د برید جریان پر فېسیوک پاڼه د ۱۷ دقیقو لپاره په ژوندۍ بڼه خپاروه.
د نیو زیلاند صدراعظمې ویلي چې پر فیسبوک د دغه برید د ژوندۍ بڼې د خپرېدو په اړه به د فیسبوک له ادارې سره خبرې وکړي.
د یادونې وړ ده چې په دغه برید کې د محمد داود او مطیع الله صافي په نوم دوه افغانان هم وژل شوي دي.
دغه برید د افغان ولسمشر ترڅنګ د بېلابیلو هېوادونو مشرانو په سختو ټګو غندلی او هغه یې یو تروریستي عمل بللی دی.
د دغه برید په تړوا نیول شوی ۲۸ کلن اسټرلیايي برنټن ټرنټ تېره ورځ په نیو زیلاند کې محکمې ته وړاندې شوي.