عراق واشنګټن او تهران ته استازي استوي

د عراق صدراعظم وايي امریکايي او ایراني چارواکو ورته ویلي دي چې جنګ نغواړي

عراق وايي د ایران او امریکا ترمنځ د ستونزو د کمولو لپاره به تهران او واشنګټن ته استازي واستوي.

د عراق صدراعظم عبدالمهدي مهدي د سه شنبې په ورځ (مۍ۲۱) وویل چې د دغو استازو د استولو هدف د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د بېرته عادي کولو هڅه ده، خو ټېنګار یې وکړ چې عراق د امریکا او ایران ترمنځ منځګړتوب نکوي.

عراق داسې مهال دا خبره کوي چې دوه ورځې مخکې په بغداد کې د امریکا سفارت ته نژدې یو راکټ ولګېده.

لا معلومه نه ده چې د دغه راکټ هدف کوم ځای و او چا توغولی و، خو د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ وویل " که ایران له امریکا سره د جنګ اراده لري، رسمي کار یې ختم دی."

د عراق صدراعظم وویل چې د دواړو هېوادونو مشرانو ورته ویلي دي چې جنګ نغواړي.

د تهران او واشنګټن ترمنځ وروستيو ناندریو په سیمه کې یو شمېر ناظرین اندېښمن کړي دي، خو له دې ټولو سره سره امریکا ویلي دي چې هیله لري روانې ستونزې له ایران سره د جګړې سبب نشي.