غني: خلک دي د داعشي افکارو په افشا کولو کې مرسته وکړي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د داعش وسله والې ډلې ریښې که د هېواد په هر کونج کې وي له منځه به یې یوسي.

نوموړي نن دوشنبه د «اسد میاشتې پر۲۸مه» د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو د سلمې کالیز په مناسبت وینا کې د کابل وروستۍ خونړۍ چاودنې ته په اشاره وویل، چې د دې او نورو ورته بریدونو غچ به واخلي.

هغه وویل، د دغه چاودنې له امله د خپلواکۍ ورځې په مناسبت د نیول شوو شانداره مراسمو لمانځل وځنډول.

ښاغلي غني وویل:"نن زه له ملت سره یو ځای د غم په ټغر ناست یم، په جدیت ژمنه کوم چې د داعش او تروریستانو ریښې، که په خیتځ، شمال یا مرکز کې وي وباسم او د هغوی ملاتړي به هم همداسې د غم په ټغر کېنوو."

هغه پر ټولو خلکو غږ وکړ چې د داعشي افکارو او عناصرو د افشا کولو په برخه کې همکاري وکړي.

نوموړي وویل، هڅه به وکړي چې د ترهګرۍ پر ضد دغه ولسواک حرکت په یو ملي خوځښت بدل کړي.

غني وویل:"هماغسې چې غازي امان الله خان د هیواد د خپلواکۍ اعلانولو په ورځ خپله توره له تیکي واېسته، نور د دې وخت را رسېدلی چې د هیواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو سلمې کالیزې په مناسبت ملت خپله توره د ترورېزم پر ضد وباسي او د هغوی پر ضد مبارزه وکړي."

نوموړي د ډیورنډ فرضي کرښې د هغې غاړې پر خلکو هم غږ وکړ چې د تروریزم د تولید مرکزونه په نښه او له نړیوالې ټولنې سره یې د افشا کولو په برخه کې مرسته وکړي.

هغه له نړیوالې ټولنې هم وغوښتل چې د تروریزم پر ضد مبارزه کې د افغانانو ترڅنګ ودریږي.

ولسمشر غني وویل، چې افغان ملت یوازې له خپلې خپلواکۍ د دفاع نه، بلکې د بشریت د دفاع لپاره راپورته شوی دی.

نوموړي پر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د شنبې په شپه کابل ښار کې د واده په یو صالون کې ځانمرګي برید ۶۳ تنه ووژل او ۱۸۲ نور یې ټپیان کړل.

د دغه برید مسؤلیت داعش وسله والې ډلې په غاړه واخیست.

د یو بل خبر له مخې نن دوشنبه په ننګرهار او لغمان کې د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو ورځې لمانځلو مراسمو پرمهال ۱۱ چاودنو ۷۱ تنه ټپیان کړي دي چې ټول یې ملکي وګړي دي.

تر دا مهاله ددغه چاودنو مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.