غني: په ټاکنو کې د خلکو ګډون له کبله مبارکي وویله

د جمهوري ریاست ټاکنو بهیر پای ته رسیدو څخه وروسته ولسمشر غني په دغو ټاکنو کې د خلکو له ګډون له کبله هغوی ته مبارکي وویله.

ښاغلي غني وايي چې خلکو په پراخه کچه په ټاکنو کې ګډون وکړ او خپل مهم مسولیت یې په شوق ترسره کړ.

غني د ټاکنو له خپلواک کمیسیون نه هم مننه وکړه چې د ټاکنو د بهیر تخینکي برخه کې ګټور کار وکړ.

ښاغلي غني د افغان امنیتي ځواکونو ستاینه هم وکړه چې په وینا یې د ټاکنو پر مهال یې وکولای شول په ښه توګه امنیت وساتي.

جمهور رئیس غني وايي که چیرې په ټاکنو کې درغلۍ شوې وي باید له قانوني لارو وڅیړل شي. ده له کاندیدانو او د هغوی له پلویان وغوښتل چې له قانوني لارو درغلۍ وڅاري.

ولسمشر غني له ټاکنیزو کیمسیونونو څخه وغوښتل چې په پوره امانتدارۍ او بې طرفۍ سره عمل وکړي.

ښاغلی غني وايي: "له اړوندو ادراو نه مو توقع دا ده چې د ټولو شکایتونه جدي ونیسي او درناوی ورته وکړي".

ولسمشر غني پر طالبانو غږ وکړ چې د سولې لپاره د دوی دروازې پرانیستې دي او له فرصت څخه دې ګټه واخلي چې په وینا یې نور مظلوم ملت و نه خوږیږي.

ښاغلی غني وايي: "پر طالبانو یو ځل بیا غږ کوم چې د افغان ولس غوښتونو او ارزوګانو ته چې د یو مترقي او خودکفا افغانستان درلودل دي، درناوی وکړي، له طالبانو څخه مو هیله دا ده چې جنګ بس کړي، سوله چې د ټول ملت غوښتنه د ملت دغې مقدسې غوښتنې ته سر ټیټ کړي".

ولسمشر غني په داسې وخت کې پر طالبانو د سولې غږ تکرار کړ چې طالبانو د جمهوري ریاست ټاکنو د ګډوډولو ګواښ کړی وو.