عراق کې د حکومت ضد مظاهرو کې له ۱۰۰ زیات کسان وژل شوي

عراق کې د اداري فساد ضد دغه مظاهرې د اکتوبر په لمړۍ نیټه پیل شوي

په عراق کې د یکشنبې په ورځ ( اکتوبر۶) د حکومت ضد مظاهرو کې د تشدد په پیښو کې ١٥ تنه وژل شویدي.

په عراق کې د اداري فساد، گرانۍ او د ناقابله حکومتدارۍ ضد د څو ورځو نه خونړۍ مظاهرې دوام لري چې تر اوسه پورې پکې د سلو نه زیات تنه وژل شوي.

د عراق په پلازمینې بغداد کې د یکشنبې په ورځ د مظاهرو شپړمه ورځ وه، د بغداد سربیره د عراق په نورو ښارونو کې هم مظاهرې دوام لري. د یکشنبې په ورځ د مِظاهره چیانو او د امنیتي عسکرو ترمنځ په نښتو کې اته تنه ووژل شول.

د عراق صدراعظم عادل عبدالمهدي د اداري فسار د ختمولو او د حکومتدارۍ د سمولو لپاره د اصلاحاتو اعلان کړیدی خو د هغې باوجود مظاهرې دوام لري.

دغه مظاهرې د اکتوبر په لمړنۍ نیټې پیل شویدي او د لسگونو کسانو د وژل کیدو برسیره پکې د ٦٠٠٠ نه زیات کسان زخمیان شویدي.

د عراق د کورنیو چارو وزارت وایي چې تر اوسه پورې ١٠۴ کسان وژل شویدي چې پکې اته تنه امنیتي عسکر دي. خو د عراق حکومت وایي چې امنیتي عسکرو په مظاهره جیانو مخامخ ډزې ندي کړي.