افغانستان ۲۰۱۹ کې د خبریالانو لپاره دریم مرګونی هېواد و ـ راپور

افغانستان کې وژل شوي خبریالان

د بې پولې خبریالانو نړیوال سازمان په پخپل کلني راپور کې افغانستان روان کال تر سوریې او مکزیک وروسته د خبریالانو لپاره دریم مرګونی هېواد بللی دی.

یاد سازمان نن سې شنبه د «ډسمبر پر۱۷مه» پخپل راپور کې ویلي، چې په روان ۲۰۱۹ کال کې ۱۰ خبریالان په مکزیک، ۱۰ په سوریې، پنځه په افغانستان، څلور په پاکستان او درې خبریالان هم په سومالیا کې وژل شوي دي.

دغه سازمان افغانستان د خبریالانو لپاره دریم مرګونی هېواد بللی او زیاتوي، چې تېر کال ته په کتو په یاد هېواد کې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي په پېښو کې کموالی راغلی دی.

د بې پولې خبریالانو سازمان پخپل راپور کې دغه کموالی د افغان خبریالانو لخوا د زده کړو تر لاسه کول او د شخصي امنیت ساتلو وسایلو تر لاسه کول یاد کړي دي.

په دغه راپور کې ویل شوي، چې بهرنیو رسنیو په دې وروستیو کې له افغانستان څخه خپل پوښښ کې کموالی راوستی او له دغه هېواد څخه یې د بهرنیو خبریالانو د وتلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د بې پولې خبریالانو سازمان د معلوماتو له‌مخې په ۲۰۱۸ کال کې ۱۶په ۲۰۱۷ کې ۱۵ او په ۲۰۱۶ کې ۱۰ خبریالان په افغانستان کې وژل شوي دي.

په راپور کې ویل شوي، چې روان کال په ټوله نړۍ کې ۴۹ خبریالان وژل شوي او ۳۸۹ نور نیول شوي چې تېر کال ته په کتو ۴۴ سلنه کموالی ښيي.

دغه سازمان همدارنګه ویلي، چې روان کال په بېلابېلو هېوادونو کې ۵۷ خبریالان تښتول شوي هم دي.