هلمند او کندهار کې د طالبانو بریدونه پر شا تمبول شوي ـ چارواکي

چارواکي وايي په دغو بریدونو کې طالبان هم وژل شوي دي

په هلمند او کندهار ولایتونو کې د ملي اوردو پر مرکزونو د وسله والو په بریدونو کې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

تر ټولو لویه حمله د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې د ملی اوردو د لوا پر مرکز شوې ده.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک نن جمعه مې لومړۍ(غويي۱۲) راډیو ته وويل چې وسله والو په سنګین ولسوالۍ کې د ملي اوردو پر څو مرکزونو بریدونه کړي چې د افغان قواوو له کلک جواب سره مخ شوي.

ده وویل چې پدې جګړه کې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې خو وې ويل چې جزئیات به يې وروسته په ډاګه شي.

خو د هلمند یوه لوړ پوړي امنیتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وويل د سنګین ولسوالۍ د لوا پر مرکز برید کې د پوځ ۱۰ سرتیري وژل شوي.

سرچینې زیاته کړه چې وسله والو ډله ییز برید کړی چې لومړی يې څو چاودنې او وروسته يې جګړه پيل کړه چي تر سهار پوري يې دوام در لود.

ده وويل چي وسله والو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو وې ويل چي کره شمېر يې نه دی معلوم.

بلي خواته د هلمند سره په ګاونډ کې د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د سيمه ییزي اوردو پر مرکز د وسله والو په برید کې ۵ وسله وال او یو هم د سیمه ییزي اردو سرتیری وژل شوی.

په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو مطبوعاتي مسئول ډګروال یحی علوي امریکا غږ ته وويل:"وسله والو د سیمه ییزي اوردو پر مرکز سهار ۳ بجې بریدونه پیل کړه چې د فعال دفاعي حالت په ترڅ کې د وسله والو حمله پر شا تمبول شوې ۵ وسله وال پکښې وژل شوي او ۶ تنه نور يې ټپیان شوي."

ده وويل چي په برید کې د سیمه ییزي اردو یو سرتیری وژل شوی او ۳ تنه نور ټپیان شوي.

خپله وسله والو طالبانو د هلمند او کندهار د تیري شپې د نښتو په اړه کومه تبصره نده کړې.