خوست او پکتیکا کې درې قومي مشران وژل شوي

د دغو پېښو مسؤلیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی

په خوست او پکتيکا ولايتونو کې په بمي چاودنه او وسله وال بريد کې درې قومي مشران وژل شوي او تر لسو ډېر نور ملکيان ټپيان شوي دي.

د پوليسو په وينا وسله وال بريد د پکتيکا د خيرکوټ ولسوالۍ په محمدحسن کلي کې پر قومي مشرانو او چاودنه نن سهار شاوخوا نهه بجې د خوست ولايت د صبري او يعقوبيو ولسوالۍ د خلبېسات په ښار ګوټي کې شوې ده.

د پکتيکا د امنيه قوماندانۍ وياند شاه محمد آرين نن سې شنبه (غويي۲۳) امريکاغږ ته وويل، وسله والو کسانو پرون يو شمېر قومي مشرانو چې له جومات څخه کور ته پر لاره وو، ډزې کړي، درې تنه يې وژلي او ماشومه نجلۍ ټپي شوې ده.

نوموړي وويل چې دغو قومي مشرانو هيڅ دولتي دندې نه درلودې او ادعا يې وکړل، چې دا بريد طالبانو کړی دی.

په ورته وخت کې د خوست د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر امريکاغږ ته وويل چې د دې ولايت په خلبېسات ښار ګوټي کې د چاودنې له کبله يو ماشوم وژل شوی او لس نور ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

سرچينې زياته کړه چې ماين مخکې له مخکې ځای پر ځای شوی و او د خلکو د ګڼې ګوڼې پرمهال چاودنه ورکړل شوې ده.

د سرچينې په وينا د پېښې قربانيان غريبکار او لاسي کراچۍ چلوونکي دي، خو د ټپيانو روغتيايي حالت ښه ښودل شوی دی.

تر اوسه د دواړو بريدونو مسؤليت چا پرغاړه نه دی اخيستی او نه هم وسله والو طالبانو په دې اړه څه ويلي دي.