د پاکستان کراچۍ کې د ونډو پر بازار وسله وال برید شوی

د پېښې ځای

د پاکستان په تر ټولو ستر سوداګریز ښار کراچۍ کې د ونډو بازار پر ودانۍ وسله وال برید شوی دی.

رویټرز خبري اژانس د پاکستاني چارواکو په حواله ویلي چې دغه برید نن د دوشنبې په ورځ جون ۲۹ (چنګاښ ۹) شوی دی.

د غلام نبي میمون په نوم د کراچي د پولیسو مشر رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د بریدګرو شمېر څلور تنه و او ټول د پولیسو لخوا وژل شوي دي.

ښاغلي میمون ویلي دي چې په دغه برید کې دوه نور کسان هم وژل شوي دي.د

نوموړي زیاته کړې چې بریدګر په یو کورلا موټر کې راغلي وو.

د رسنیو رپوټونه بیا وایي چې پدغه برید کې د دوو ساتونکو او یو پولیس په ګډون لږ تر لږه درې تنه وژل شوي او څو تنه نور ټپیان شوي دي.

Your browser doesn’t support HTML5

د پاکستان د کراچۍ ښار د ونډو پر بازار وسله وال برید

چارواکو ویلي چې بریدګرو لومړی د ونډو بازار ودانۍ ته لاسي بمونه غورځولي او تر هغه وروسته یې له ودانۍ نه بهر پر امنیتي پوستې ډزې هم کړي دي.

په پیل کې د پیښې مسولیت چا پر غاړه نه و اخیستی، خو وروسته د بلوچستان د آزادۍ غوښتونکي اردو په نامه یوې ډلې ددغه خونړي برید مسولیت په غاړه واخیست. دغه ډله د کلونو راهیسې د بلوچستان د آزادۍ لپاره وسله واله مبارزه کوي.