محب: له طالبانو سره د سولې خبرو پاته پړاوونه دې هيواد کې دننه تعقيب شي

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وايي، د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ د سولي خبرو پاته پړاوونه باید د هیواد دننه تعقیب شي.

ښاغلي محب نن شنبه ډسمبر ١٢(لېندۍ٢٢) پر خپل ټويټر ليکلي چې دولت د ځای په اړه ځانګړې ملاحظه نلري او په وينايې افغان حکومت چمتو دی د هیواد هره سیمه چې طالبان پیشنهادوي هلته د تاسیساتو جوړولو په شمول، بشپړه امادګي ونیسي او خبرې پر مخ یوسي.

نوموړي زياته کړې چې ‏د افغانستان دننه د سولي خبرې به ټولو ته د باور وړ ځانګړې امنیتي ساحه رامنځته او افغان ولس ته پر سوله او مذاکراتو د مالکیت او نظارت توان ورکړي.

محب ويلي:"مذاکره کوونکي به د خپلو هیوادوالو له کړاوونو او غوښتنو له نژدې او په بهتره توګه اګاه وي او په دې پروسه کې به د اضافي لګښتونو مخنیوی وشي. ‏د افغانانو ترمنځ خبرو کې نو اړینه ده، چې را روان پړاوونه یې افغانستان کې وي، څو سوله د بهرنیو شرایطو پر ځای د افغاني ټولنې له واقعیتونو متاثره، سرتاسري او دایمي وي. په بهر کې سوله او سوله کوونکي د بیروني شرایطو څخه متاثره وي او تجربو ښوولې، چې دا ډول سوله افغاني ګټي نه تامینوي."

د افغانستان د ملي امنيت شورا سلاکار پر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې تازه مذاکره کوونکو لورو د د بين الافغاني مذاکراتو پر اجنډا توافق کړى دى٠

دا مهال قطر هيواد د افغان سولې په اړه د بين الافغاني مذاکراتو کوربتوب کوي٠

د روان ۲۰۲۰ کال سپټمبر میاشتې پر ۱۲مه نېټه په قطر کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو د مذاکره کوونکو لورو ترمنځ بین الافغاني مذاکرات پرانیستل شول.

یاد مذاکرات چې د یو لړ مسائلو له امله ځنډېدلي و، روانه میاشت د مذاکراتو پر اجنډا تر توافق وروسته مخامخ خبرې پيل شول.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله د ملي امنیت شورا د سلاکار د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.