کندز کې جګړه؛ 'لس امنیتي سرتیري وژل شوي دي'

د کندز چارواکي د دغه ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د لسو امنيتي ځواکونو د وژل کېدو خبر ورکوي٠

یوې حکومتي منع د نوم د نه ښودلو په شرط امریکاغږ ته ویلي چې د طالبانو ډلې تیره شپه د امام صاحب د ولسوالۍ په امنیتي پوستو برید وکړ چې درې افغان پوځیان په کې ټپیان شوي هم دي.

د کندز د ولايتي شورا رئيس يوسف ايوبي نن دوشنبه امريکا غږ ته وويل چې تيره شپه په امام صاحب ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر امنيتي پوستو د طالبانو بريدونو کې لس امنيتي ځواکونه وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي٠

هغه وويل چې وژل شوو کسانو کې اته سيمه ييز پاڅونوال، يو ملي اردو سرتيرى او د امام صاحب ولسوالۍ د سرحدي ټولۍ قوماندان هم شامل دى٠

د کندز ولايت مقام او امنيه قوماندانۍ تر اوسه ددغه نښتې په اړه څه نه دي ويلي٠

ددغه بريد مسٶليت وسله والو طالبانو په غاړه اخيستى دى٠

بلخوا د کندز د امنيه قوماندانۍ وياند انعام الله رحماني وايي د کندز ښار د دوهمې امنيتي حوزې سيمه کې د طالبانو بريد پر شا تمبولي شوی. د هغه په وينا په دغه بريد کې درې وسله وال طالبان وژل شوي دي٠

نوموړي زياته کړه چې په دغه نښته کې دوه امنيتي ځواکونه هم وژل شوي دي٠