امریکا د ایغور مسلمانانو سره د ناوړه چلند په خاطر په چین بندیزونه ولګول

په چین دا تور دی چې څه باندې یو میلیون اویغوریان یې په کمپونو کې بندیان کړي.

د امریکا د سوداګرۍ وزارت نن پنجشنبه ډسمبر ۱۶ (لیندۍ۲۵) د ملي امنیت دلایلو او د اویغور مسلمانانو په ځپلو کې د چین د پوځ سره د مرستې په خاطرد دې هیواد په ګڼ شمیر ادارو بندیزونه ولګول.

د سوداګرۍ وزارت د چین د نظامي علومو په اکاډمۍ او د دې اکاډمۍ په ۱۱ څیړنیزو ادارو صادرات بند کړل. په دوی تور دی چې د سینک یانګ په ایالت کې د اویغور مسلمانانو په ځپلو کې د چین د حکومت سره مرسته کوي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو متخصصین اټکل کوي چې د سینک یانګ په نیمه خودمختاره سیمه کې د چین حکومت څه باندې یو ملیون کسان چې ډیری یې اویغوري دي، په کمپونو کې بند کړي خو چین دا تورونه ردوي.

د امریکا د حکومت یو جګپوړي چارواکي د تازه بندیزونو په هکله وویل، " دا اقدامات د ټکنالوژۍ څخه د ناوړه ګټه اخیستو ستونزې ته د رسیده ګۍ لپاره د (متحده ایالاتو) د حکومت د پراخو هڅو برخه ده. "

متحده ایالاتو تر دي وړاندې تیره اوونۍ په چین کې د مخ پیژندنې د ټکنالوژۍ په یو شرکت هم بندیزونه ولګول چې ښایي د بیجنګ او واشنګټن د اړیکو د لا خرابیدو سبب شي.

د بندیزونو له مخې امریکایي شرکتونه د جواز پرته نشي کولی چې د چین په دغو ادارو د ټکنالوژۍ اړوند پرزې وپلوري.

د متحده ایالاتو د سوداګرۍ وزیرې جینا ریامونډو په یوې اعلامیې کې ویلي " د ژوند اړوندې ټکنالوژۍ او طبي نوښتونو نه که عملي ګټه واخیستل شي، ژوند پرې ژغورل کیدی شي خو له بده مرغه د چین خلق جمهوریت د دې ټکنالوژیو څخه خپلو خلکو د کنټرول کولو او د مذهبي او قومي اقلیتونو د ځپلو لپاره کار اخلي".

د متحده ایالاتو څو فدرالي ادارو ویلي چې د چین د نظامي علومو اکاډمي او هغه څیړنیزې ادارې چې د دې اکاډمۍ سره کار کوي، د ژوند اړوندو ټکنالوژیو څخه د مغز د کنټرول د وسیلې په توګه کار اخلي.

په واشنګټن کې د چین سفارت تر اوسه د نویو بندیزونو په هکله تبصره نده کړې.

سره لدې چې د امریکا جمهور رئیس جو بایډن تیره میاشت د خپل چینایي انډول شې ژن پنګ سره په آنلاین غونډې کې په داسې لارو چارو کار کول غوښتي و چې د نړۍ دغه دوه ستر ځواکمن هیوادونه د شخړې په لور ولاړ نشي خو د واشنګټن دا تازه اقدامات به د بیجنګ سره د بې اعتبارۍ لمن لا پراخه کړي.

چین او امریکا د ګڼ شمیر موضوعاتو په هکله اختلافات لري. واشنګټن په بیجنګ تور لګوي چې خپله اتومي جبهه خانه یې پراخه کړې او د جمهور رئیس جو بایډن حکومت تیره میاشت اعلان وکړ چې په ۲۰۲۲ کال کې په چین د ژمي د المپیک سیالیو سره مقاطعه کوي.

واشنګټن دا کار د چین لخوا د بشري حقونو څخه د سرغړاونو په خاطر کړی.