د بایډن وروستیو څرګندونو ته د طالبانو غبرګون

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي

په کابل کې د طالبانو حکومت د متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن هغه څرګندونو ته غبرګون ښودلی چې ویلي و «افغانستان د امپراتوریو هدیره ده، خو افغانان د یووالي وړتیا نلري»

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهاري بلخي نن جمعه جنورۍ ۲۱ (سلواغې لومړۍ) د ښاغلي بایډن څرګندونو ته پر خپل ټيویټر پاڼه لیکلي: "د ا.ا.ا. د بهرنيو چارو وزارت د امريکا د متحده ايالتونو د ولسمشر جوبایډن هغه څرګندونې په کلکه ردوي چې ګواکې افغانستان د يووالي وړتيا نه لري. د اشغال له پای وروسته، موږ وينو چې اسلامي امارت په څومره لږو سرچينو او کم وخت سرتاسري امنيت ټينګ، واحد مرکزي نظام احیا او ولس متحد کړ."

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن، د تیرې چهارشنبې په ورځ جنورۍ ۱۹ (مرغومي ۲۹) د افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د بشپړ ایستلو په اړه د خپل تصمیم نه دفاع وکړه او وویل چې یو حکومت نشي کولای دا هیواد اداره کړي.

ښاغلي بایډن د خپلې واکمنۍ د لومړي کال د کالیزې په درشل کې په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته په خطاب کې وویل وویل: "که فکر کوئ چې څوک کولای شي افغانستان د یو حکومت لاندې متحد کړي، خپل لاسونه پورته کړئ. دا [هیواد] په یو ټینګ دلیل سره د امپراتوریو هدیره دی. دا [هیواد] د وحدت وړتیا نلري."

خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه وايي چې د ښاغلي بایډن دا خبرې چې «افغانستان د امپراتوریو هدیره ده» په خپله د افغانانو پر اتحاد اعتراف دی او په وینا یې یوازې متحد ملتونه کولای شي سترو «یرغلګرو »ته ماتې ورکړي.

ښاغلي بایډن پدې خبري کنفرانس کې یو ځل بیا د افغانستان څخه د امریکا په مشرۍ نړیوالو ځواکونو د بشپړه وتلو څخه دفاع وکړه او وویل چې امریکا په افغانستان کې په یوه اونۍ کې یو میلیارد ډالر لګښت درلود او دغه لګښت د ۲۰کالو راهیسې دوام درلود.

د امریکا متحده ایالاتو له طالبانو سره تر اوږدو مذاکراتو وروسته د دوحې د توافق تر لاسلیک وروسته د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۳۰مه له افغانستان څخه خپل ټول سرتیري وایستل.

له افغانستان څخه د ټولو امریکايي سرتیرو تر وتلو یوازې پنځلس ورځ مخکې د اګست پر پنځلسمه طالبانو پر کابل حاکمیت ټینګ کړ.

د طالبانو تر حاکمیت وروسته د پخواني حکومت د چارواکو په ګډون ګڼ شمېر کسان د طالبانو له وېرې له افغانستان څخه ووتل. خو طالبان وايي چې د دوی مشر عمومي عفوه کړې ده او باید هیڅ څوک هیواد پرېنږدي.

ښاغلي بایډن د افغانستان اوسني وضعیت ته په اشارې وویل: "آیا هغه څه چې د طالبانو د بې کفایتۍ له وجې پیښیږي، بد حس لرم؟ هو لرم یې" خو په عین وخت کې یې وویل چې هغه د مختلفو پراخو پیښو په اړه چې په نړۍ کې پیښیږي، هم بد حس لري او ټینګار یې وکړ چې "مونږ نشو کولای چې ټولې ستونزې حل کړو."