بلینکن: د روسیې امنیتي وړاندیزونو ته به لیکلی ځواب وویل شي

انتوني بلینکن او سرګي لاوروف

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د جمعې په ورځ جنورۍ ۲۱ (سلواغې اوله) په ژنیو کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرگی لاوروف سره وکتل او د اوکراین په اړه د کړکیچ د راکمولو لپاره یې په زیاتو مذاکراتو موافقه وکړه.

د انتوني بلیکن او سرګي لاوروف دغې کتنې ۹۰ دقیقې دوام وکړ.

روسیې چې خپل شاوخوا ۱۰۰ زره ځواکونه یې د اوکراین د پولې په اوږدو کې ځای پر خای کړي، وایي پر اوکراین د برید طرحه نلري، خو د ناټو تړون او متحده ایالاتو څخه یې غوښتي چې اوکراین د ناټو غړی نشي او د پخواني شوروي اتحاد په هیوادونو کې پوځي اډې جوړې نکړي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره د نننۍ لیدنې کتنې وروسته وویل چې واشنګټن به راتلونکې اونۍ خپل نظریات له مسکو سره په لیکلې بڼه شریک کړي؛ هغه څرګندونې چې د دپلوماسۍ د دوام هیلې راژوندۍ کوي.

هغه وویل: «مونږ نن د کومې عمده حل لارې د لاسته راوړنې تمه نه درلودله، خو زما په باور اوس مونږ د اندیښنو د درک کولو او د یو بل د موقف په اړه یو څرګند انخور لرو.»

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وویل چې تر اوسه نه پوهیږي چې سمې لور ته یې مخه کړې که نه، خو دومره پوهیږي چې د مسکو امنیتي اندیښنو ته به ځواب وویل شي.

له دې دمخه متحده ایالاتو روسیې ته خبرداری ورکړی و چې پر اوکراین باندې یرغل به دې هیواد ته سخت تمتم شي، خو په ضمن کې یې د دپلوماسۍ له لارې د یو سوله ییرې حل لارې په موندلو ټینګار کړی و.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د خپل امریکایي سیال سره ښایي بله کتنه هم ولري، خو په وینا یې لا وختي دي چې د دواړو هیوادونو د ولسمشرانو د کتنې په اړه خبرې وشي.

دا پداسې حال کې دي چې د امریکا ولسمشر جو بایډن د چهارشنبې په ورځ وویل داسې نه بریښي چې ولادیمیر پوتین دې پر اوکراین برید وکړي. هغه خبرداری ورکړ چې دا ډول اقدام به مسکو ته ډیر ګران تمام شي.