امریکا او ایران: تر بل هر وخته اټومي مذاکراتو کې توافق ته نږدې شوي یو

د متحده ایالتونو او ایران چارواکو د چهار شنبې په ورځ فبروري ۱۶ (سلواغې ۲۷) وویل چې په اټومي‌ مذاکراتو کې تر بل هر وخته توافق ته نږدې شوي ‌او وروستي پړاو رارسیدلي دي.

د ویانا په اټومي مذاکراتو کې د ایران جګپوړوی چارواکی وایي له غرب سره ددغه هیواد‌ په خبرو کې تر بل هر وخته وروستي توافق ته نږدې دي.

په اتریش کې د ایران د مذاکره کوونکي ټیم مشر علي باقري کني د چهار شنبې په ورځ فبروري ۱۶(سلواغې ۲۷) پر یوه ټویټ ولیکل چې تر بل هر وخته توافق ته نږدې شوي دي خو هغه زیاته کړې تر څوو چې په ټولو مواردو هوکړه نه وي شوې، د هیڅ شي‌ په اړه توافق ندی شوی.

بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر نډ پرایس د چهار شنبې په مازدیګر له خبریالانو سره په یوې خبري غونډه د ویانا د مذاکراتو‌ په اړه وویل:"موږ د پیچلو مذاکراتو په وروستي پړاو کې یو."

ښاغلي پرایس د امریکا او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو د لیدنې د احتمال په اړه وویل چې دې ډول ملاقات ته هیله نشته.

خو امریکایي چارواکو یو ځل بیا په تکرار سره ویلي دي چې"د ایران او امریکا ترمنځ مستقمي خبري د ایران د اټومي‌ توافق تعهداتو ته په مشترک ډول" د ستنیدو په برخه کې د امکاناتو له څیړنې سره مرسته کوي.

له دې مخکې د سپینې ماڼۍ ویاندې جن ساکي په ویانا کې د ایران د اټومي پروګرام د احیا په برخه کې د مذاکراتو په اړه وویل چې دا خبري ‌په حساس پړاو کې دي او هوکړې ته لاسرسی نږدې شوی دی.

میرمن ساکي یو ځل بیا خبرداری ورکړ چې اوسني حساس پړاو ته په کټو د ایران‌ د اټومي پروګرام په اړه توافق ته د رسیدو فرصت ډیر کم دی.

ایران اوسمهال په ویانا کې د مذاکراتو په اتم پړاو بوخت دی خو واشنګټن او تهران په غیر مستقیم ډول په دې خبرو کې په تعامل کې دي.

خو جرمني، فرانسه، روسیه ، بریټانیا او چین په مستقیم دول د ویانا په خبرو کې د ایران د اټومي پروګرام د احیا کولو لپاره په مذاکراتو کې دي.

د جوبایډن حکومت د خپل کار له پیل څخه ویلي دي چې واشنګټن د ایران اټومي قرار داد ته ستنیدل غواړي خو ټینګار یې کړی چې تهران هم باید په توافق کې خپلو تعهداتو ته ستون شي.

ایراني چارواکو ویلي دي تر هه چې اټومي بندیزونه لیري نشي، تهران خپلو تعهداتو ته نه ستنیږي.