بزګران: د هلمند په ډیرو سیمو کې سږ کال د غنمو کرکيله لا هم کمه ده
Your browser doesn’t support HTML5
د هلمند د ناوې ولسوالۍ بزګران وايي چې پدغه ولسوالۍ کې سږ کال د نورو سیمو په پرتله د کوکنارو کر یو څه کم دی او یو شمیر بزګرانو د غنمو کرلو ته مخه کړې ده. بزګران زیاتوي چې د دغې کرکیلې برسیره په ټوله کې د غنمو کر د هلمند په کچه لا هم کم دی او حکومت باید بزګرو سره مرسته وکړي.