د ترکمنستان انتخابات؛ ښایي تر پلار وروسته زوی واکمن شي

د جمهوري ریاست لپاره ۹ تنه کاندیدان دي خو ډیر احتمال شته چې د جمهور رئیس زوی به یې وګتي.

په ترکمنستان کې نن شنبه مارچ ۱۲ (کب۲۱) د جمهوري ریاست انتخابات کیږي او ۹ کسان دې مقام ته کاندیدان دي، خو اټکل دا دی چې د برحال جمهور رئیس پر ځای به یې زوی واکمن شي.

دا به د مرکزي آسیا په یو هیواد کې لومړی ځل وی چې تر پلار وروسته زوی واک ته رسیږي.

اوسنی جمهور رئیس قربانقلي بردی محمدودف د ۲۰۰۶ کال راپدیخوا د هیواد مشر دی او پخپلې واکمنۍ کې د هیڅ ډول مخالفت زغم نلري.

ښاغلي محمدوف تیره میاشت وویل چې له واک ګوښه کیږي او غواړي واکمني "ځوانو مشرانو" ته پریږدي.

په ترکمنستان کې د جمهوري ریاست لپاره رایه اچوونه په سیمه ایز وخت د سهار په ۷ بجو پیل شوه او د ماښام تر ۷ بجو په د رایو مرکزونه پرانیستي وي.

د جمهور رئیس زوی سردار بردی محمدوف ۴۰ کلن دی او د حکومت په لوړو مقامونو کې د کار کولو تجربه لري.

د جمهور رئیس دا زوی په ۲۰۱۶ کال کې د پارلمان غړی شوی او تر هغه وړاندې د هیواد په کچه دومره ډیر نه پیژندل کیده.

خو د پارلمان د غړیتوب نه وروسته هغه د بهرنیو چارو د وزیر د مرستیال، والي او همدارنګه د رغونې او صنعت د وزیر په توګه کار وکړ.

د دې ۴۰ کلن محمدوف لپاره تر ټولو ستر پرمختګ تیر کال وه. هغه یې د پلار لخوا د کابینې د رئیس د مرستیال، عمومي مفتش او د امنیت د شوار د غړي په توګه وټاکل شو.

د ترکمنستان د انتخاباتو چارواکو تر اوسه نده تائید کړې چې د انتخاباتو لومړني نتایج به څه وخت اعلانوي خو په دولتي مطبوعاتو کې ویل شوي چې د مارچ په ۱۹ مې نیټې به افتتاحیه مراسم وي.

په عین حال کې ۶۴ کلن محمدوف ویلي چې د مشرانو جرګي د رئیس په توګه به د هیواد په سیاسي چارو کې نقش ولري.