په افغانستان کې د طلوع نیوز د خصوصي تلویزون مخکنی مشر [ډایرکټر] لطف الله نجفي زاده وايي چې طالبانو د دغې شبکې د خبرونو مسئول او حقوقي مشاور پرېښي خو نطاق یې لا هم د هغوی په بند کې دی.
د طلوع تلویزون یوې سرچېنې امریکا غږ ته ویلي چې د طالبانو استخبارتي کسان د پنچشنبې په ورځ مارچ ۱۷ (کب۲۶) د طلوع تلویزون ودانۍ ته ننوتل او بیا یې د خبرونو مسئول خپلواک ساپی، د خبرونو وړاندې کوونکی بهرام امان او د دغې شبکې حقوقي مشاور یې ونیول له ځان سره یې بوتلل.
د طلوع شبکې مخکني مسئول لطف الله نجفي زاده، چې اوس هم د دغې شبکې له مشرانو او کارکوونکو سره نژدې روابط لري، په خپل ټویټر کې د طالبانو دا اقدام غندلی او هغه یې یو «ناوړه عملی» بللی.
Outraged by the Taliban intelligence agency’s move to arrest TOLOnews head Khpolwak Sapai, journalist Bahram Aman and the channel’s legal advisor. Mr. Sapai and the legal advisor are released after questioning, but Mr Aman is kept in their custody.
— Lotfullah Najafizada (@LNajafizada) March 17, 2022
ښاغلی نجفي زاده تېره ورځ د «ون یانګ ورلډ One Young World» ادارې له لورې د کال غوره خبریال اعلان شو.
تر دې دمه په خپله د طلوع شبکې او د طالبانو حکومت د دغو کسانو د نیولو او پرېښودو په اړه څه نه دي ویلي او نه یې هم د نیول کېدو علت ښکاره شوی دی.
د طلوع نیوز ځینو نورو خبریالانو هم په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي دي چې تر دې مخکې هم طالبانو د دغې شبکې ځینې کارکوونکي بیولي او پوښتنې ګروېږنې ورڅخه کړې وې.
د طلوع نیوز د دغو دریو کارکوونکو د نیولو اصلي علت لا معلوم نه دی او نه هم طالبانو په دې اړه څه ویلي دي. د دغو کسانو تر نیول کېدو څو شېبې مخکې طلوع نیوز په یوې اعلامیې کې اعلان وکړ چې د طالبانو د حکومت د «امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت» د حکم په اساس سر «له نن شپې [پنجشنې ماښام) په موقت ډول د سریالونو خپرول بندوي».
په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر یوناما د طلوع نیوز د دغو کارکوونکو د نیولو په اړه «ژوره اندیښنه» ښودلې او د هغوی د پرېښودو غوښتنه یې کړې ده.
یوناما په ټویټر کې لیکلي: «ملګري ملتونه د هغو کسانو د خلاصیدو غوښتنه کوي چې وسله والو کسانو نیولي او همدارنګه د خبریالانو او آزادو مطبوعاتو د کار کوونکو نیولو، ګواښلو او ډارولو بندیدل غواړي.»
موبي ګروپ، چې طلوع، طلوع نیوز او لمر تلویزیوني شبکو تر څنګ راډیویي خپرونې هم لري، وايي چې د طالبانو د استخباراتو ادارې ترې د بهرنیو سریالانو نه خپرولو په اړه لیکلی ضمانت غوښتی.
تېره ورځ د افغانستان د ازادو ژورنالیستانو انجمن او د افغانستان د خبریالانو مرکز په یو ګډ راپور کې وویل چې په افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته په دغه هیواد کې د خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالی دوه برابره زیات شوی دی. طالبان د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ کابل ته داخل شول او بیا واک ته ورسېدل.
د خبریالانو د ملاتړ دغه دوو بنسټونو ویلي چې د طالبانو د حاکمیت په دوره کې د خبریالانو او رسنیو د کار ساحه محدوده شوې ده او په دغه موده کې «وېره او سانسور» په بېساري ډول زیات شوي دي.