نړیوال بانک د نجونو ښوونځیو تړل کېدو په غبرګون کې خپلې پروژې وځنډولې

نړیوال بانک د سه شنبې په ورځ مارچ ۲۹ (وري نهمه) د افغانستان لپاره څلور پروژې چې ارزښت یې ۶۰۰ میلیون امریکایي ډالره کیږي وروسته له هغه وځنډولې چې طالب مشرانو له شپږم ټولګي څخه پورته ښوونځیو ته د نجونو د تګ مخه ونیوله.

دا پروژې ټاکل شوې وه د افغانستان د بشر دوستانه اماناتو د صندوق له لارې تمویل او د ملګرو ملتونو د دفاترو له خوا په افغانستان کې د پوهنې، روغتیا، کرنې او معیشت په برخو کې ولګول شي.

خو نړیوال بانک ویلي ددغه بانک لارښود لازمه ګڼي چې د افغانستان د بشر دوستانه اماناتو صندوق هغه فعالیتونه تمویل کړي چې پکې میرمنې او نجونې مساوي حقوقو او خدماتو ته لاسرسی ولري.

نړیوال بانک یو ځل بیا په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو د تړل کیدو په اړه خپله ژوره خواشیني ښودلې ده.

دې بانک ویلي دي چې دا څلور پروژې هغه مهال د تمویل کوونکو تصویب ته وړاندې کیږي چې نړیوال بانک او نړیوال شریکان یې په افغانستان کې د ښه وضعیت درک پیدا کړي او ډاډ ترلاسه کړي چې د پروژو هدف ترلاسه کیږي. خو نړیوال بانک مشخصه کړې نده چې دا کار څه وخت کیږي.

د نجونو د متوسطه او لیسه ښوونځیو تړل کیدل ددې لامل شول چې امریکا په دوحه کې له طالبانو سره خپلې خبرې لغوه کړي.

د نړیوال بانک اجرایوي بورد د مارچ په لومړۍ نیټه اعلان کړ چې د افغانستان له کنګل شویو پیسو څخه یې یو میلیارد ډالر د افغانستان د بشر دوستانه اماناتو صندوق ته تصویب کړي دي او دا پیسې به د معارف، کرنې، روغتیا او یو لړ نورو پروژو ولګیږي.

د افغانستان د بشر دوستانه اماناتو صندوق د ۲۰۲۱ کال په اګست کې وروسته له هغه کنګل شو چې طالبانو په افغانستان کې واک ترلاسه کړ او د امریکا په مشرۍ نړیوال ائتلاف له شلو کلونو وروسته ووت.

پر دې سربیره بهرنیو هیوادونو خپلې هغه مرستې بندې کړې چې د افغانستان د حکومت د لګښتونو لپاره یې ځانګړي کړي‌ وې. په دې کار سره د افغانستان اقتصادي مشکلات خورا ډیر کړل.