د کوکنارو حاصل ښه نه و، په ځمکه کې مې باغ جوړ کړ: د چمتال کروندګر 

Your browser doesn’t support HTML5

د بلخ ولایت د چمتال ولسوالۍ یو کروندګر بسم الله وايي چې کلونه یې کوکنار وکرل خو د کوکنارو حاصل یې ښه نه وو. اوس یې خپله ټوله ځمکه د میوو په نیالګیو ډکه کړې او باغونه یې پکې جوړ کړي دي

د بلخ ولایت د چمتال ولسوالۍ یو کروندګر بسم الله وايي چې کلونه یې کوکنار وکرل خو د کوکنارو حاصل یې ښه نه وو. اوس یې خپله ټوله ځمکه د میوو په نیالګیو ډکه کړې او باغونه یې پکې جوړ کړي دي.

د چمتال ولسوالۍ د بلخ په ولایت کې یوه له هغو ولسوالیو ده چې په پراخه کچه پکې د کوکنارو کر کیږي، خو بسم الله وايي، چې د میوو باغونه یې د کوکنارو د کر په ځای ايښي.

بسم الله وویل" د کوکنارو مزه نه وه. نو زه ډیر پسمانده کړمه. پیسې نو د بل په جیب کې غورځیږي او مونږه چټي زحمت د مونږه له غاړې وي".

کروندګر بسم الله وايي چې د میوو باغ یې له مختلفو میوه لرونکو ونو ډک دی او دا باغونه لږې اوبه غواړي.

نوموړی وايي، کله یې چې کوکنار کرل نیږدې وه چې خپله د خپلو کوکنارو د کر له امله په نشه يي موادو اخته شي خو دی ځان بختور بولي چې له نشو بچ شوی دی.

د بلخ په چمتال کې یو شمیر بزګران وايي، چې د دوی د کوکنارو د کښت له امله په نشه يي موادو ډیر اخته شوي دي. ځینو پکې مشروع کښتونو ته له همدې ویرې مخه هم کړې ده.