په جینوا کې د افغانستان لپاره د بشري مرستو د جلبولو کنفرانس

ټاکل شوې نن پنجشنبه په جینوا کې افغانستان ته د بشري مرستو را جلبولو په اړه نړیواله غونډه تر سره شي.

له افغانستان سره د بشري مرستو په اړه دغه نړویاله غونډه د ملګرو ملتونو، برتانیې، جرمني او قطر په کوربتوب تر سره کیږي.

یاده غونډه پر داسې مهال تر سره کیږي چې نړیوالو بشري سازمانونو په ۲۰۲۲ میلادي کال کې په افغانستان کې د بشري اړتیاو زیاتېدو خبر ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا (OCHA) افغانستان ته د بشري مرستو را جلبولو په اړه ددغه نړیوالې ناستې سره هم مهاله له مرستندویه هیوادونو څخه غوښتي چې له افغانستان سره د بشري مرستو په اړه یو ځل بیا اقدام وکړي.

دغه سازمان د اندېښنې په څرګندولو سره زیاته کړې چې افغانستان د بشري بحران له امله د خوراکي موادو له کمښت سره مخ دی او په وینا یې ۲۳میلیون خلک یې د خوراکي موادو له نا امنۍ سره مخ دي.

اوچا ویلي چې په روان ۲۰۲۲ میلادي کال کې د افغانستان ۲۴ میلیون خلک چې د دغه هیواد ۶۰ سلنه نفوس کیږي بشري مرستو ته اړتیا لري.

یاد سازمان همدارنګه زیاته کړې چې نسبت تیر کال ته روان کال په افغانستان کې بشري مرستو ته اړتیا ۳۰ سلنه زیاته شوې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دغه ادارې ویلي چې دوی روان کال په افغانستان کې د بشري مرستو چمتولو کولو لپاره ۴.۴ملیارد ډالر بودجې ته اړتیا لري چې نسبت ۲۰۲۱ میلادي کال ته درې برابره زیاتوالی ښيي.

او چا ویلي چې دوی په روان کال کې د افغانستان لپاره د غوښتل شوي بشري مرستې یوازې ۱۳ سلنه مالي بودجه تر لاسه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې ویلي تمه لري چې د افغانستان بشري اړتیا وته په کتو د جنیوا په ننني کنفرانس کې له دغه هیواد سره د بشري مرستو ژمنې دوام پیدا کړي.

په افغانستان کې د نظام له بدلون سره هم مهاله د بېکارۍ زیاتېدو، د بشري مرستو د ټکني کېدو، د افغانستان د پانکې کنګل کېدو او سختې و چکالۍ له امله په دغه هیواد کې د بشري بحران زیاتېدو په اړه اندېښنې زیاتې کړي دي.