ایران طالبانو ته: زموږ په نماینده ګیو د برید په اړه وضاحت راکړئ

د ایران حکومت د سه شنبې په ورځ اپریل ۱۲ (وري ۲۳) په افغانستان کې د هغه هیواد په ځینو سیاسي نماینده ګیو باندې د مظاهره کوونکو د برید په اړه له طالبانو څخه د وضاحت غوښتنه کړې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان ویلي دي چې په افغانستان کې د یاد هیواد د نمایندګیو د امنیت مسولیت د طالبانو په غاړه دی او دا ډله باید په کابل کې د ایران په سفارت او په هرات کې د هغوی پر کونسلګرۍ د برید په اړه وضاحت ورکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې، ښاغلي عبداللهیان د سه شنبې په ورځ اپریل ۱۲ (وري ۲۳) په کابل کې د ایران له سفیر او په هرات کې له خپل کونسل سره تیلیفوني‌ اړیکه ونیوله او له هغوی سره یې په خبرو کې ویلي چې د دیپلوماتیکو نماینده ګیو د امنیت ټینګښت د کوربه هیواد پر غاړه دی.

نوموړي همدارنګه زیاته کړه د ایران د دیپلوماتیکو څانګو د امنیت د تامین په برخه کې د طالبانو له خوا د اړینو اقداماتو په نه کیدو خوښ ندي.

وروسته له هغه چې د ایراني اتباعو او مسولینو له خوا په هغه هیواد کې د افغانانو د وهلو ټکولو او ناوړه چلند ویډیوګانې خپرې شوې، د افغانستان په سلګونو اوسیدونکو په تیرو څو ورځو کې د هیواد په مختلفو سیمو کې مظاهرې وکړې.

هغه ویډیوګانې چې په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوي ، ښکاره کوي چې مظاهره کوونکو د ایران بیرغ سوځولی او په هرات کې یې د ایران د کونسلګرۍ امنیتي کمرې ماتې کړي‌ دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت که هم تر اوسه په دې اړه څه ندي ویلي‌ خو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي دوه ورځې وړاندې په کابل کې د ایران له سفیر بهادر امینیان سره وکتل او په هغه هیواد کې یې له افغان کډوالو سره په شوي چلند اندیښنه څرګنده کړه.

ښاغلي متقي په دې لیدنه کې وویل چې په ایران کې له افغان کډوالو سره ناوړه چلند د دواړو هیوادونو په اړیکو ناوړه اغیز کوي.

د بهرنیو چارو وزیر له ایراني چاواکو وغوښتل څو خپلو امنیتي ادارو ته له افغان کډوالو سره د ناسمو کړنو د مخنیوي په برخه کې لازمې لارښونې وکړي، ځکه دا ډول اقدامات د دواړو هیوادونو دښمنانو ته د تخریب او اختلاف رامنځ ته کولو فرصت ورکوي.

غبرګونونه

په ناروې کې د افغانستان پخوانۍ سفیر شکریه بارزۍ امریکا غږ ته ویلي دي چې ایران تل له افغانانو سره له تبعیض ډک چلند کړی دی.

میرمن بارکزۍ زیاته کړه د بشري حقونو نړیوال سازمان باید په ایران کې له افغان کډوالو سره د ایران د حکومت او خلکو د ناوړه چلند په اړه د څیړنو په هدف هغه هیواد ته یو هیئت ولیږي څو د افغانانو شکایتونه واوري او په نړیواله سطحه په محاکمه غور وشي.

شکریې بارکزۍ وویل:" پکاره ده چې ایران د افغانانو په اړه خپلې کړنې او لیدلوری بدل کړي‌ ځکه سربیره پر دې چې مشترک تاریخ ، ژبه، فرهنګ او دین لرو ، دوه ګاونډي هیوادونه یو او د یو بل په مقابل کې بین المللي مسولیتونه هم لرو."

د پوهنتون استاد او د سیاسي‌ چارو کارپوه جاوید جاوید امریکا غږ ته وویل چې په ایران کې د افغانانو په وړاندې کړنې د ژنیف د کنوانسیون خلاف دي.

نوموړي زیاته کړه چې دغه ډول کړني د دواړو هیوادو‌نو په اقتصادي‌ او سیاسي‌ اړیکو تاثیر کوي او فاصلې زیاتوالی شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سید خطیبزاده نن دوشنبه اپریل ۱۱ وویل ایران ته په پراخه کچه د افغان کډوالو ورتګ دوام نشي کولی او له طالبانو یې وغوښتل چې خپل مسولیت ادا کړي.

په ایران کې یو شمیر افغان کډوالو ویلي چې تیره اونۍ د ایران په مشهد ښار د امام رضا په روضه کې پر یو روحاني له برید څخه وروسته نه یوازې د ایران څخه په زور د افغانانو ایستل ډیر شوي بلکې په هغه هیواد کې د افغان کډوالو د ځورولو پیښې هم ډیرې شوې.