پلار مې وروڼه او خاوند مې زه او زما ماشوم په نشو اخته کړل– روږدې 

Your browser doesn’t support HTML5

د مدینې په نوم یوه میرمن ادعا کوي  چې خاوند، پلار او دوه وروڼه یې ټول په نشه يي موادو روږدي دي او د خاوند د اعتیاد له امله نه د خاوند په کور کې ځای لري او نه هم ورته پلرګنۍ سرپناه ورکړې ده. 

د مدینې په نوم یوه میرمن ادعا کوي چې خاوند، پلار او دوه وروڼه یې ټول په نشه يي موادو روږدي دي او د خاوند د اعتیاد له امله نه د خاوند په کور کې ځای لري او نه هم ورته پلرګنۍ سرپناه ورکړې ده.

مدینه اوس د معتادینو د درملنې په یوه روغتون کې ده، چې د امن خونې په توګه ترې کار اخلي.

هغه وایې پلار یې یوه داسې چاته ورکړه، چې په ترکیه کې په نشو روږدی شوی و او تر واده وروسته خپل خاوند یې دا غیری مستقیم په نشه يي توکو اخته کړې وه.

مدینه وايي: "لور مې وشوه. خاوند به مې کور کې څکل. دده کوټه کې به ډير دود و. زما به هم چې کله سر درد کاوه سردردي به مې ورکیدله. ماشوم به مې چې هم مریض و غلی به و له دې سره. چې دی به لاړو زما له سترګو به هم اوښکې تلې د ماشوم له سترګو به هم اوښکې تلې."

هغه وایې وضعیت دې حالت ته رسېدلی وو چې خاوند یې ترې وغوښتل چې خیرات ټول کړي.

مدینې خپل خاوند درملنې ته هم بیولی"ما مې خاوند په شفاخانه کې بستر کړ چې روغ شي. څو ځله پایوازۍ ته ورغلم خو کله چې راووت سیده بېرته د پله لاندې تللی و. ما فکر کاوه چې دی شفاخانه کې دی، زه چې ورغلم، دی نه و، ډاکټرانو ویل، خاوند خو دې تښتېدلی دی. هغه بیا یو کال ورک و. زه مې له پلار سره وم."

مدینه وایي چې پلار او وروڼه یې هم معتاد دي، "دا چې زما پلار او وروڼه هم معتاد دي. یوازې مور به مې نو څه راسره وکړي. وروڼو مې را وشړلم چې موږ ستا ډوډۍ نشو درکولی. مجبوره شوم د معتادینو شفاخانه کې پناه واخلم."

مدینه وایي لور یې خواښې ترې اخیستې.

د طالبانو له راتګ وروسته په کابل کې د امن خونې بندې شوې او دا ډول مېرمنې د سرپناه ځای نه لري.