دولت چې کوکنار بند کړل، باید نورې زمینې اوس برابرې کړي- بزګر 

Your browser doesn’t support HTML5

بلال د غزني د مقر ولسوالۍ هغه معیوب بزګر دی چې تر تېر کاله پورې هم د نشه يي توکو کر کېله کوله خو وایې سږ کال یې د کوکنارو کر کېله په خپله خوښه نده کړې او اوس په خپل باغ کې مصروف دی. 

بلال د غزني د مقر ولسوالۍ هغه معیوب بزګر دی چې تر تېر کاله پورې هم د نشه يي توکو کر کېله کوله خو وایې سږ کال یې د کوکنارو کر کېله په خپله خوښه نده کړې او اوس په خپل باغ کې مصروف دی.

بلال وايي، چې د نورو خلکو په ځمکو کې به یې دهقاني کوله او پکې به یې چرس او کوکنار کرل.

بلال وویل: "زه په خپلو ماشومانو او ښځه وډارېدم چې په دې موادو را څخه ګرفتاره نشي،اوس هغه بند شويدي".

د بلال په وینا، اوس چې د طالبانو مشر د نشه يي توکو کښت بند کړی، ښه کار دی، خو په ضمن کې باید له بزګرانو سره مرسته وشي، بدیل ورکړل شي او شته حاصلات یې په ښه بیه واخستل شي.

هغه وویل: " نو اوس خو نو هغه بند دي. بدیل نه لرو. نو که نوره زمینه راته برابره کړي".

بلال اته کاله وړاندې هغه وخت خپله پښه دلاسه ورکړه چې د خپل باغ تر څنګ په جنګ کې را ګېر او سخت ټپي شو، چې وروسته یې ډاکټرانو د هغه پښه پرې کړه، خو همت یې ونه بایلود او لا هم په خپل باغ کې کار کوي.

د یو این اوو ډي سي د ۲۰۲۰ کال د کوکنارو د کر د سروې له مخې د غزني په ولایت کې په ۲۹۰ هکټاره ځمکه باندې د کوکنارو کر شوی وو چې د ۲۰۱۹ کال په پرتله یو سلو شپږ دیرش سلنه لوړ کښت وو.