د طالبانو او ایراني سرتیرو سختو وهلو معتاد کړم- پولیس سرتیری

Your browser doesn’t support HTML5

په نشه يي توکو روږدی اکبر وايي، چې پخوا یې د ملي پولیسو په لیکو کې دنده درلوده او له هغه راهیسې چې طالبانو او ایراني عسکرو سخت وواهه له ډیرو دردونو له امله په نشه يي توکو روږدی شو. 

په نشه يي توکو روږدی اکبر وايي، چې پخوا یې د ملي پولیسو په لیکو کې دنده درلوده او له هغه راهیسې چې طالبانو او ایراني عسکرو سخت وواهه له ډیرو دردونو له امله په نشه يي توکو روږدی شو.

اکبر چې د غزني ولایت اوسیدونکی دی ادعاء کوي، چې د طالبانو د سختو وهلو نه وروسته په قاچاقي ډول ایران ته د کار موندلو له پاره تګ ته مجبوره شو.

اکبر وايي: "زه اول طالبانو سخت ووهلم. بیا د ایران عسکرو مې بدن ټوک ټوک کړ، مجبور شوم چې تاریاک وڅکوم او بیا پسې روږدی شوم."

په ایران کې هم د وهلو او تړلو ترڅنګ په یوه ترافیکي پیښه کې ټپي شوی. د اکبر په وینا، د سختو دردونو د تسکین په موخه په ایران کې په تاریاکو روږدي شو، او د تاریاکو استعمال ته اوس هم ادامه ورکوي.

اکبر څلور ماشومان لري، خو کار نه شي کولی، هغه وایي، "دا چې کورنۍ مې زما بدن او حالت ولیده، نو د تاریاکو کوم ممانعت یې نه دی کړی."

اکبر وایي، په ډاکټرانو وګرځېده خو دردونه یې تسکین نشول او د ډیرې دواو د خوړلو له وجهې حتی د معدې تکلیف ورته پیدا شو.

اکبر وایې دهقاني او یا کار نشي کولی خو په کلي کې د کلیوالو راډیو ګانې او تخنیکي وسایل جوړوي.

د هغه په څیر په زرګونو داسې معتادین شته چې د ناخوالو له امله یې نشه يي توکو ته مخه کړې ده او ډیري یې وايي، چې اوس ورته د اعتیاد نه د ځان ژغورل لویه ستونزه ګرځېدلې ده.