د افغانستان د ملي مصالحې پخواني رئیس عبدالله عبدالله د طالبانو له واکمنیدو وروسته د لومړي ځل لپاره له افغانستان څخه بهر ته سفر کړی دی، خو دا تر اوسه معلومه نده چې نوموړی کوم هیواد ته تللی.
ښاغلي عبدالله د شنبې په ورځ اپریل ۳۰ (غوایي لسمه) په یو لړ ټویټونو کې لیکلي چې د اختر په ورځو کې یې د یو څو ورځو لپاره بهر ته سفر کړی دی.
As I leave the country for a few days to be with family during Eid-ul Fitr, I want to offer prayers for the souls of all martyrs who fell victim to terror, while I wish my compatriots Eid mubarak as we end this Holy season. Our country, men & women, need to come together... 1/2
— Dr. Abdullah Abdullah (@DrabdullahCE) April 30, 2022
عبدالله عبدالله د افغانستان یو له معدودو مهمو سیاسي څیرو څخه دی چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو وروسته په دننه په هیواد کې پاتې شوی دی. نوموړي پر یو ټویټ لیکلي: "سږ کال د اختر په ورځو کې د شخصي دلیل له مخې د یو څو ورځو لپاره بهر یم."
د افغانستان د حکومت دغه پخواني چارواکي پر یو بل ټویټ د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې وروستیو خونړیو بریدونو ته په اشارې لیکلي چې روانه روژه د تیرو کلونو په شان د خونړیو بریدونو شاهده وه.
عبدالله عبدالله پر یو بل ټویټ هیله څرګنده کړې چې په افغانستان کې د همه شموله حکومت د جوړیدو لپاره زمینه مساعده شي.
منطقهای و بینالمللی بستگی به تصمیمهای دوراندیشانهی ما و شکلگیری یک حکومت فراگیر در افغانستان دارد. توقع اکثریت مردم افغانستان گام برداشتن در این مسیر میباشد و ما آمادهایم مردم و ملت خویش را در حرکت به سوی چنین آیندهای مانند همیش یاری رسانیم. 7/7
— Dr. Abdullah Abdullah (@DrabdullahCE) April 30, 2022
د ملي مصالحې پخوانی مشر عبدالله عبدالله د حکومت لومړی چارواکی و چې له افغانستان څخه یې د محمد اشرف غني د وتلو خبر ورکړ.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو وروسته، داسې راپورونه او ګنګوسې خپرې شوې چې طالبان عبدالله ته اجازه نه ورکوي بهر ته سفر وکړي او حتی د افغانستان ولایتونو ته ولاړ شي او نوموړی په کورني بند کې دی. خو عبدالله هیڅ وخت د کورني بند او یا هم د هغه پر سفرونو د طالبانو د بندیزونو په اړه څه ندي ویلي.
د حکومت دغه پخواني چارواکي د طالبانو له واکمنۍ وروسته تل د حکومت له پخوانیو مسولینو په خاص ډول له پخواني جمهور رئیس حامد کرزي، د مدني ټولنې له فعالینو، د ملګرو ملتونو له چارواکو او یو شمیر بهرنیو دیپلوماتانو سره ملاقاتونه کړي دي.