بایډن: ازاد مطبوعات د خلکو دښمن نه، د حقیقت ساتونکي دي

د امریکا ولسمشر جوبایډن

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن د مطبوعاتو د ازادۍ په ورځ وویل چې ازاد مطبوعات د حقیقت ساتونکي دي.

د سپینې ماڼۍ په اعلامیې کې د ښاغلي بایډن له خولې ویل شوي دي: «ازاد مطبوعات د خلکو دښمن نه دي» او په خبره یې چې د روښنايي او معلوماتو د خپرولو په هدف مخې ته ولاړ شي، بیا « مطبوعات د حقیقت ساتونکي دي».

نوموړي همدغه راز ویلي دي چې خبریالان د جنګ جکړو په اړه راپورونه خپروي، فساد بربنډوي، د چاپيریال زیانونه مستند کوي، د هېرو شویو خلکو غږ اوچتوي او له زورورو سره حساب او کتاب کوي.

ښاغلي بایډن وویل: «خبریالان د خپلو دغو فعالیتونو له کبله وژل کېږي، زنداني کېږي، پرې جنسي تیری کېږي، ګواښل کېږي او ځورول کېږي.»

ښاغلي بایډن وویل چې د مستقلو رسنیو د ساتلو او په پښو د درولو او همدغه راز له هغو خلکو سره د حساب او کتاب لپاره په ګډ ډېر کار کېدای شي، چې د شفافې حکومتولۍ او اعتمادي حکومتونو لپاره د ضروري غږونو غلي کول غواړي.

نوموړي د اوکراین د جکړې یادونه هم وکړه او وویل چې په دغې جکړې کې تر دې دمه ۱۱ خبریالان وژل شوي او همدومره نور ژوبل شوي دي. هغه زیاته کړه چې په اوکراین کې خبریالان اختطافولو او ورک کولو ته هم اشاره وکړه.

د ملګرو ملتونو علمي او فرهنګي سازمان «یونیسکو» وايي چې په تېرو پنځو کلونو کې د نړۍ ۸۵ فیصده نفوس د مطبوعاتو د ازادۍ ځوړ او رکود تجربه کړی دی.

ښاغلي بایدن وویل چې د رسنیو او خبریالانو د خوندیتوب، ملاتړ او همکارۍ لپاره یې یو لړ نوي ابتکارات اعلان کړي دي. هغه وویل چې نور حکومتونه،‌ مدني ټولنې او خصوصي سکتورونه هم باید په دغه برخه کې مهم رول ولوبوي او امریکا له هغوی سره په دغې هڅې کې همکارۍ ته چمتو ده.

دا په داسې حال کې ده چې د بخښنې نړیوال سازمان نن سه شنبه مۍ درېیمه (غوايي ۱۳) د مطبوعاتو ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپل ټویټر پاڼه لیکلي اړتیا ده چې په افغانستان کې خبریالان او د خبریالانو د ملاتړ بنسټونه باید له وېرې او ګواښ پرته فعالیت وکړي.

دغه سازمان زیاته کړې چې پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته زیاتې رسنۍ د پاشل کېدو په حال کې دي په داسې حال کې چې دغه رسنۍ په تیر کې په خپلواکو راپور ورکولو کې شهرت لاره.

د بخښنې نړیوال سازمان ټینګار کړی چې رسنیو ته باید اجازه ورکړل شي چې په افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي او په ازاد ډول فعالیت وکړي.

افغانستان د مطبوعاتو د ازادۍ په درجه بندۍ کې په ۲۰۲۲ کې د ۱۸۰ هېوادونو په منځ ۱۵۶م مقام لري، مخکې په ۱۲۲م مقام و. د ناروې، ډنمارک او سویډن رسنۍ په ترتیب سره په دغه جدول کې اول،‌ دویم او درېیم مقام کې دي، خو ایراین، اریتریا او ترکمنستان د جدول په اخر کې دي.