نوي تحول دنده رانه واخیسته او باغونه ګټه نه کوي- بزګر 

Your browser doesn’t support HTML5

د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ یو بزګر عبدالدیان وايي، کله چې نوی تحول راغی او طالبان واک ته ورسیدل ده پکې د ماین پاکۍ دنده له لاسه ورکړه او اوس یې خپلو ځمکو او باغونو کرلو ته شروع کړې خو ګټه ورته نه کوي. 

عبدالدیان وايي، چې د ماین‌پاکۍ له یوې موسیسې سره یې کابو ۳۰ کاله کار کړی؛ خو دا چې حکومت بدل شو، پروژې وځنډېدې او اوس په خپله ځمکه په بزګرۍ بوخت دی ولې محصولات یې نشی کولای د کورنی مصارف پوره کړي.

هغه وایي: "د پخوا په ډول اوس متاسفانه هغه پخواني حاصلات نشته، د باغونو د سرې او نورو ضرورتونو د اخیستلو مالی توان هم نشته."

عبدالدیان زیاتوي د کوکنارو بندېدل یو ښه کار دی، خو باید له بزګرانو سره هم لازمې مرستې وشي، چې تر دا مهاله د بزګرو سره کومه مرسته نده شوی.

هغه وایي:" زموږ باغونه مصارف نه پوره کوي. پخوانیو سپین‌ږېرو به پخوا دا پېش خورده بلله، یانې تر رسد مخکې به یې ټول خوړلي وو. د باغونو همدومره حاصل وي چې ترې په قرضو کې ولاړ شي."

د عبدالدیان په څير یو زیات شمیر چې پدې وروستیو کې بې دندو شوي وايي، بې کارۍ له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ کړي دي. یو شمیر بزګرانو چې سږ کال د کوکنارو زیات کر کړی دی لامل یې بې کاري بولي.