خلک بې وسه دي، حکومت او مؤسسې هم مرستې نه کوي- بزګر 

Your browser doesn’t support HTML5

د غزني ولایت د ګیلان ولسوالۍ یو بزګر وايي، چې سیمې یې غرنۍ دي او د وچکالۍ له امله یې باغونه سم حاصل نه ورکوي نو له حکومتي او او غیري حکومتي ادارو د مرستو غوښتنه کوي. 

د غزني ولایت د ګیلان ولسوالۍ یو بزګر وايي، چې سیمې یې غرنۍ دي او د وچکالۍ له امله یې باغونه سم حاصل نه ورکوي نو له حکومتي او او غیري حکومتي ادارو د مرستو غوښتنه کوي.

ددې ولسوالۍ یو بزګر عبدالهادي چې په خپل کلي کې په باغوانۍ بوخت دی وایي، د تېر کال په پرتله یې د انګورو باغونه یخ نه دي وهلي؛ خو ښه حاصل یې نه دی کړی.

هغه وویل:"موږ په غرنیو سیمو کې اوسیږو او دلته ځمکې ډېرې کمې دي او حاصلات هم کم دي او د حکومت او موسیسو لخوا هم څه خاص مرستې نه دې شوي."

عبدالهادي د بشري مرستو په برخه کې هم نیوکه کوي او وایي، "مرستې اکثراً په نورو لارو تللې دي او خوار او غریبو ته نه دې رسېدلې."

عبدالهادي چې څه موده وړاندې هلمند ته د نېښ لپاره تللی وه دی وایي، چې د دوی په سیمه کې نشه یي توکې نه کرل کېږي، ولې هیڅ ډول د بدیل معشیت مرستې هم د دوی د سیمې له خلکو سره ندي شوي.

د دې سیمې اکثره خلک همیشه د حکومت څخه د بدیل معیشت مرستې غواړي.