زیلنسکي: روسیې سره جګړه خونړۍ او مشکله ده خو بالاخره د خبرو له لارې هواریږي

د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زیلنسکي د شنبې په ورځ مې ۲۱ (غوایي ۳۱) وویل چې په هغه هیواد کې به په روانه جګړه کې بریا بالاخره د دیپلوماسۍ له لارې ترلاسه شي.

زیلنسکي د جمعې ناوخته د اوکراین له ټلویزیون سره په مرکه کې وویل:" بریا به ستونزمنه وي. د جګړې په ډګر کې به وینې تویدنې وي، خو د جګړې پای به دیپلوماسي وي. په دې مسلې ډیر باور لرم. ډیر شیان شته چې د مذاکرې له میز پرته نشي هواریدلی."

د اوکراین جمهور رئیس همدارنګه وویل چې حکومت یې هڅه کوي ټول هغه اوکرایني سرتیري بیرته ستانه کړي چې د بندري ماریوپول ښار د ازوفستال د پولادو په فابریکه کې د روسي ځواکونو په وړاندې له څو اوونیو جګړو وروسته تسلیم شوي دي.

زیلنسکي ویلي چې د تسلیم شویو اوکرایني پوځیانو ستنیدل د ملګرو ملتونو، سره صلیب او د فدراتیفې روسیې د کړنو پورې اړه لري.

د اوکراین جمهور رئیس زیاته کړه چې د هیواد استخبارات یې د پوځي اسیرانو د تبادلې لپاره چمتوالی نیسي.

روسیې د روان میلادي کال په ۲۴ نیټه د اوکراین په وړاندې ستر پوځي یرغل پیل کړ، هغه جګړه چې مسکو یې "ځانګړي عملیات" بولي.

بلخوا د روسیې دفاع وزیر سرګي شویګو د جمعې په ورځ مې ۲۰ د هغه هیواد جمهور رئیس ولادمیر پوتین ته وویل د ماریوپول ښار د پولادو په فابریکه کې د اوکرایني ځواکونو وروستۍ ډله د جمعې په ورځ هغوی ته تسلیم شوه، او په دې ډول د فابریکې محاصره پای ته ورسیده او بندري ماریوپول ښار آزاد شو.

خو اوکرایني چارواکو تر اوسه د روسيي‌ ځواکونو له خوا د ماریوپول ښار د ټولو برخو د نیولو په اړه کومه تبصره نده کړې.

ماریوپول ښار په وروستیو اوونیو کې د روسي او اوکرایني ځواکونو ترمنځ د مرګونو نښتو شاهد وو. روسي ځواکونو د کابو تیرو دریو اوونیو راهیسې پر دې ښار بمباري کوله.

د مسکو د هوایي او راکټي بریدونو له امله د ماریوپول بندري ښار تقریبا په کنډواله بدل شوی دی او په ډیر احتمال سره پکې څه باندې ۲۰ زره ملکي کسان وژل شوي دي.

د روسیې نظامي‌ برید اوکراین ته پراخ مالي او ځانې زیانونه اوړلي دي. دې جګړې د اوکراین د بنسټونو د ویجاړولو تر څنګ، ددې لامل شوی چې څه باندې شپږ میلیونه اوکراینیان خپل هیواد پریږدي او څه باندې ۷.۷ میلیونه نور کسان په هغه هیواد کې بیځایه شي.