ناټو کې غړیتوب؛ سویډن او فنلنډ غواړي د ترکیې موافقه ترلاسه کړي 

د سویډن او فنلنډ د بهرنیو چارو وزیران د ناټو عمومي منشي ته په ناټو کې د غړیتوب د درخواست د سپارلو پر وخت

د فنلنډ د بهرنیو چارو وزیر د سه شنبې په ورځ مۍ ۲۴ (غبرګولي درېیمه) وویل چې سړیډن اړ فنلنډ به په روانه اونۍ کې انقرې ته پلاوي واستوي چې د ترکیې سره اختلافات، چې په ناټو کې د دغو هېوادونو د غړیتوب اخیستلو په اړه دي، حل کړي.

د بهرنیو چارو وزیر پیکا هاویستو د سویس په ډاووس کې په نړیواله اقتصادي غونډه کې وویل: «...مونږ د دواړو هیوادونو سویډن او فنلنډ څخه خپل پلاوي انقرې ته استوو. دا کار به سبا وشي.»

په اوکراین باندې د روسیې د پوځي یرغل وروسته سویډن او فنلنډ غواړي چې د شمالي اتلانتیک په تړون (ناټو) کې غړیتوب ترلاسه کړي. خو د ناټو غړي هیواد ترکیې د هغوی د غړیتوب سره مخالفت څرګند کړ. ترکیه د ناټو د غړي هیواد په توګه د ویتو حق هم لري.

ترکیې یاد هیوادونه په ځانګړي ډول سویډن د کردستان د کارګر ګوند غړو ته د پناه په ورکولو تورن کړی دی، هغه ډله چې انقره او غربي متحدین یې ترهګره بولي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې ددې هیواد د ولسمشر ویاند ابراهیم کاین او د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سادات اونال به د سویډن او فنلنډ له چارواکو سره د چهارشنبې په ورځ وګوري.

د ترکیې NTV ددې هیواد د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو له قوله ویلي چې انقرې د یوې «موافقې مسوده» برابره کړې چې هغه به د بحثونو اساس وي. هغه ویلي چې ترکیه «ضمانت» غواړي نه «تشې هیلې» چې باید د رسمي موافقې په توګه لاسلیک شي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د شنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې ترکیه به ددغو دوو هیوادونو د درخواست مخالفت وکړي مګر دا چې د انقرې اندیښنو ته ځواب وویل شي.